ویسټ انډیز او پاکستان کرکټ لوبډلو لپاره بد خبر

خبریال وېبپاڼه / ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ پنځوس اوریزي لوبې وځنډول شوي.

وروسته له هغې چې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په لوبغاړو او د لوبډلې منجمېنټ غړو کې د کرونا د ویروس پيښې ثبت شوې،ورسره د پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ترسره کیدوونکو درې یو ورځنیو لوبو لړۍ وځنډیده.

ویسټ انډیز او پاکستان کرکټ بورډ په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي،چې د یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ د راتلونکي جون میاشتې ته ځنډولي ده.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تیره شپه دریمه او وروستۍ شل اوریزه سیالۍ کې هم ویسټ انډیز ته ماتی ورکړه او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې درې په صفر وګټله.

ټاکل شوي وه چې د شل اوریزو لوبو وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شوي وی،خو اوس یاده لړۍ په رسمي ډول وځنډیدله.

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ سیالیو څخه مینه والو هم خوند ندی اخیستی،زیاتره یې پدې اند وو چې یاد سیریز یو طرفه و او لیدل یې مینه والو ته په زړه پورې نه وي.

لدې وړاندې پاکستان کرکټ بورډ هم لوبغالي ته د مینه والو د نه ورتګ لپاره بیړنۍ ناسته هم کړي وه،چې په ناسته کې نندارچیانو لپاره د لوبې لیدو ټکټونه هم وړیا شول،خو بیا هم مینه وال د پخوا په څیر لوبغالي ته نه وو تللي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com