یادو لوبغاړو د پاکستان سوپر لیګ پر ځای بنګله دیش غوره لیګ انتخاب کړو.

خبریال وېبپاڼه / درې لوبغاړي چې د پاکستان سوپر ليګ پر ځای يې بنګله دېش غوره ليګ انتخاب کړو

تمه ده چې د بنګله دېش غوره ليګ اتم پړاو به د شپږو لوبډلو په ګډون د راتلونکې جنورۍ مياشتې په شلمه نېټه پيل او د فبرورۍ تر شلمې به دوام وکړي.

په ياد ليګ کې د لوبېدونکې کوميلا وېکټورېنز لوبډلې منېجرې نفیسه کمال بنګله دېش کې رسنيو ته ويلي چې دوی له معين علي، سونيل نارين او فاف ډوپليسيز سره تړون نهايي کړی او درې واړه به د يادې لوبډلې سره راتلونکي پړاو بنګله دېش غوره ليګ کې ولوبیږي.

ويل کيږی چې په بنګله دېش غوره ليګ کې د ګډون له امله( کوم چې د پاکستان سوپر ليګ اوم پړاو سره هممهاله کيږي)، ډوپليسيز، نارين او معين علي پي ايس ايل ته نوم ليکنه نه وه کړې. داسې ښکاري چې یادو درې لوبغاړو په پي ايس اېل بنګله دېش غوره لیګ سیالیو کې لوبیدو ته لومړيتوب ورکړی دی.

د پاکستان غوره ليګ اوم پړاو ډرافټ څو ورځې وړاندې وشو، چې پکې شپږ افغان لوبغاړي هم په بيلابيلو کټګوريو کې واخيستل شول او د بنګله دېش غوره ليګ لپاره به هم نږدې راتلونکي کې ډرافټ ترسره شي.

د بي پي ايل مسؤلين وايي چې دوی د پاکستان سوپر ليګ سره د ټکر له امله انديښمن نه دي، بلکې انديښنه یې د کرونا ناروغۍ ته ده چې ښايي يو ځل بيا يې له امله لکه د تېر کال ياد ليګ پخپل وخت ونه شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com