هغه لارښونې چي تر بریا مو رسوي

خبریال وېبپاڼه / پر ځان سخته تیره ول، بې خوبه کیدل او نا آرامي زغمل د بریالیو خلکو ښکاره ځانګړني دي، ددي لپاره چي تاسي هم د بریا په پل واوړي نو لازمه ده چي لاندي لارښوني په عمل کې راولي.

لومړي: له ډیر انټرنټ کارولو څخه ډډه وکړي.

دوهم: هره ورځ پنځلس دقیقي د پلان په طرحه کولو مصرف کړي.

دریم: خپل ورځیني ژوند مو په محلی دود سینګار کړي.

څلورم: شکایت مه کوي او له کاره مو راضي اوسی.

پنځم: هره ورځ له ٣ څخه تر ٦ پوري مهمو کارونو ته لومړیتوب ورکړي.

شپږم: دا زده کړي چي له یوازیتوب څنګه خوند واخلي ددي جملي موخه داده چي د وخت په تیریدو سره ممکن ستاسو د کار مشر تاسي داسي ځای ته دندي لپاره ولیږي چي هلته به یواځي یاست او په یواځي ځان به ساعتونه ساعتونه کار کوي.

اووم: هره ورځ له ١٠ څخه تر ٢٠ دقیقو پوري د لوست لپاره ځانګړي کړي.

اتم: هغه ژمني واوري او د عمل جامه ور واعوندي چي تاسي له چاسره کړي دي.

نهم: هر کال لپاره ځانګړي موخي وټاکي یعني دا هدف وکرځوي چي ددي کال تر پای دا موخي ترلاسه کړم.

لسم: یو قدم مخته ولاړ شه یعنی په ځان سخته تیره کړه څو یو نوي مهارت زده کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com