خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي نولس کلنې کرکټ لوبډلې او کورني کرکټ اکثره لوبغاړو ویلي چې دوی یوازي د افغانستان درې رنګه بیراغ لپاره لوبه ترسره کوي، د کوم ګوند یا ډلې ملي بیرغ دپاره نه لوبیږي او نه هم بل بیراغ ورته د منلو وړ دی.
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې او ۱۹ کلنو کرکټ ملې لوبډلې د یو شمیرو لوبغاړو د افغانستان پر روان وضیعت اندېښنه ښودلې او وایې دوي به هر وخت خپل د افغانستان ملې بیرغ په ټوله نړۍ کې رپانده وساتي.
د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي قیس احمد، اکرام علي خېل، شراف الدین اشرف، ظاهرخان، رحمن الله ګربز او یو شمیر نورو لوبغاړو پر خپل رسمي فیسبوک پاڼو د افغانستان د روان وضیعت په اړه داسي لیکلي:
“موږ تل د افغانستان دا ملې بیرغ، چې الله اکبر او زموږ مبارکه کلمه هم پرې لیکل شوې، د نړۍ په میدانونو کې په ډېر افتخار سره رپولی دی او بیا به یې رپوو. دا د کومې سیاسي ډلې او مشر بیرغ نه دی بلکې د افغانستان ملي بیرغ دی او ټوله نړۍ په دې بیرغ پېژني. ملي بیرغ ته احترام وکړئ او د افغانانو احساسات او هیلې مه وژنئ.”
همدارنګه بل لوري ته رحمن الله ګربز پر خپل رسمي فیسبوک پاڼي یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښکاري د سترګو څخه یې اوښکې راځي او د دې ویډیو سره یې لیکلي:
“یالله ته نور زمونږ په ګران هیواد کی سوله راولې.”
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړو پر داسي مهال پر روان وضیعت اندېښنه ښودلې، چې دا لوبډله ۱۳ ورځي وروسته د پاکستان پر وړاندي د درییو ورځنیو لوبو سریز ترسره کوي.