خبریال وېبپاڼه / د هندوستان کرکټ بورډ لا هم تمه لري چې افغان لوبغاړي به آی پي ايل کې ولوبیږي.
په افغانستان کې د حکومت له بدلون وروسته د هند کرکټ بورډ ويلي چې لا هم تمه لري راشد، مجيب او نبي به راتلونکې مياشت آی پي ايل سياليو کې ولوبيږي.
هندي کرکټ بورډ ويلي چې لا له وخت مخکې ده چې په دې اړه ووايي چې افغان لوبغاړي به آی پي ايل کې ګډون وکړي که نه؟ خو دا چې اوس مهال درې واړه افغان لوبغاړي انګلينډ کې دي نو تمه شته چې آی پي ايل کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته ورسیږي.
هندي رسنیو خبر ورکړی چې داسې هم ممکنه ده چې درې واړه افغان لوبغاړي له سل باليز کرکټ ليګ وروسته په انګلینډ کې پاتې شي او د هندي او انګلينډي لوبغاړو سره يو ځای ځانکړې شوې الوتکه کې اماراتو ته لاړ شي.
مجيب الرحمن، راشد خان او محمد نبي درې واړه د سن رايزرز حيدراباد لوبډلې غړي دي چې تمه ده، د سپټمبر مياشتې په ۱۹ نېټه پيليدونکي آی پي ايل لوبو کې به ګډون وکړي.