خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې مشهور نامتو لوبغاړي او په شل اوریزه سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر راشدخان ارمان د هیواد روان وضعیت ته سخته اندېښنه ښوودلې.
د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تکړه او مشهوره لوبغاړي کیون پیټرسن د سکای سپورټ سره په یوې تازه مرکه کې ویلې، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې د مشهوره افغاني کرکیټر سره اوږد بحث کړی.
پېټرسن ویلې، راشدخان د افغانستان پر روان وضعیت سخت اندېښمن دی او حال دا، چې دې حساسو شرایطو کې خپلې کورنۍ ته لاسرسی نه لري، چې له هیواده یې بهر وباسي.
دده په خبره، د دومره زیاتې اندېښمنۍ سره ـ سره بیا هم راشدخان د سل بالیزه کرکټ لیګ په تیره لوبه کې ښه وځلېد او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
راشد تېره شپه د انګلستان په سل باليز کرکټ ليګ لوبه کې ۲۰ بالونه وکړل، ۱۶ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوځول.
ایسفاین کریک انفو دا خبر خپور کړی، چې په کمنټونو کې ګڼو بهرنیانو له راشد او افغانانو سره خواخوږي ښوودلې.
دا په داسي حال کې ده چې طالبان د نورو ولایتونو ترڅنګ تیره ورځ کابل ته ننوتل او یو شمیر راپورونه وایي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د واک له انتقال او استعفاء کولو پرته لومړی تاجکستان او بیا عُمان هیواد ته ولاړ.