آیا د رومي بانجانو له ګټو خبر یاست

خبریال وېبپاڼه / په ورځیني ډول کولی شو له سرو بادنجانو څخه په څو ډوله ګټه واخلو. د بېلګې په توګه خام یې خوړلی شو، په سلاد کې ګټه ترې اخیستل کېږي، او دغه راز کولی شو چې خوندور سوپ هم ترې جوړ کړو.

بادنجان رومي له معدني موادو او وېټامینونو څخه جوړ دی، چې په ورځیني ډول یې کارول د پوستکي په روښانۍ او ښایست کې مرسته کوي.

۱-د رومیانو په مرسته کولی شو چې نور له وچ او سپېره پوستکي سره خدای په اماني وکړو.

۲- سره بادنجان اطراحیه سيسټم پاکوي، چې د بدن پوستکی هم ورسره ښکلی کېږي. اطراحي او هاضمي سيسټم له جلد یا هم د بدن پوستکي سره نېغ په نېغه اړیکه لري، تاسو به هم دا تجربه کړې وي، کله مو چې په هاضمه او اطراحیه سيستم کې ستونزې پیدا کېږي، د بدن پوست مو هم سپېره او وچ وي. چې د رومي بانجانو په مرسته دا ناروغۍ ښې کېږي.

۳ـ د روميانو اوبه د مخ پوستکی لپاره د غوره مرطوب کوونکي کریمونو پر ځای کارولی شو.

۴ـ بادنجان رومي د یوه طبيعي بوټي څخه حاصل دی، نو په هېڅ صورت زموږ د پوستکي او ښکلا باندې جانبي عوارض نه لري. او له بلې خوا هغه وړې قهوه یي رنګه لکې چې په مخ کې د لمر له امله پیدا شوي وي، د رومي بانجانو د اوبو په ماساژ باندې له منځه ځي.

۵ـ رومیان په خپل ترکیب کې په زیاته کچه فایبر لري، چې د خوراکي موادو په هضم او پوستکي ته په اوبو رسولو کې مرسته کوي د همدې امله ده چې د ښکلي او شفاف پوستکي لامل ګرځي.

۶ـ بانجان چې څومره له رنګه ښکلي دي، په هماغه کچه ستاسو د پوستکي په ښایست کې هم رول لري، او په مخ او یا لاسونو موښل یې د پوستکي د ښکلا لامل کېږي. د پورته یادونو سره سم ویلی شو، چې خام رومیان خوړل او یا یې په زیاته کچه په خوړو کې کارول، مو پوستکی ښکلی او جذاب ساتي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com