د منفي احساساتو د کنترول غوره لاره څه ده؟

خبریال وېبپاڼه / د منفي احساساتو لومړي ګوزار د هیلو وژل وي، د پرمختګ مخنیوي يې دوهم اقدام دي، همدا راز تصمیم او پلان نیولو ته مو هم نه پریږدي.

ددي لپاره چي مخته ولاړ شي او خپلي موخي تعقیب کړي، لومړي خپل بدني چاپیریال او حالت ښه مطالعه کړي، که مو ځان مسول ونه بولو، وروسته له دي خپل ځان د خپلو کړنو مسول وبولی.

که کوم چا در څخه د یو نیک کار مشوره وغوښتله، نو نېکه مشوره ورکړﺉ، منفي افکار وغورځوﺉ، او ملي موخي شخصي موخي مه ګرځوﺉ.

که هرې موضوع ته منفي فکر وکړاي شي، نو بیا خو باید ماتې ته سر له اوسه هرکلی وکړای شي،

احساسات او فکر ستاسو د ژوند سره ټرلي موضوع ده، که يي کنټرول کړي نو خپلي چاري مو پري له هر ډول نیوکو او ستونزو ژغورلی شي، که تاسي په بیړې سره پریکړې وکړي او له احساساتو څخه کار واخلي نو دا چاره مو په راتلونکي مو پیښمانه کولای شي.

ددي لپاره چي منفي افکار او احساسات کنترول کړﺉ، لومړي موضوع ته له هري زاویی وګوري ، پیل يي په مثبت فکر وکړي ،ښه يي وسنجوﺉ او بیا له پوره غور وروسته د عمل جامه ور واعوندﺉ.

په ټولینز ژوند کې ښکیڼه او بدي کول د یو شخص په فردي کړني پوره ټړاو لري، که چا درسره ښه سلوک نه کاوه، نو تاسي ورسره جدي چلند مه کوﺉ، او پر وړاندې يي مخالفت او غبرګون هم مه ښکاره کوﺉ.

منفي احساسات وشړي؛ ځکه دا چاره تاسې مایوسۍ ته سوق کوي او مایوسۍ د انسان هيلي وژني، مه پریږدﺉ چي د خپلو موخو ښکار شی، اسانه کارونه هر څوک کولای شي، موږ باید مقاومت وکړو او د خپلو تیروتنو جبران ورکړو.

هڅه وکړﺉ چي له منفي نظریاتو ډډه وکړي او پهر هغه مجلس کې چې منفیاتو ته لمن وهل کیږي، کوښښ وکړي چي مخه يي ونیسی؛ که مو له وسې نه وه پوره، ناسته پاسته ورسره پریږدي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com