د شپږیزي لیګ مینوالو لپاره ښه خبر

خبریال وېبپاڼه / د شپږیزې کرکټ لیګ مینوالو لپاره ښه خبر.

د شپږیزي کرکټ لیګ کې په لومړي ځل لپاره اته لوبډلې وپلورل شوې.

افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ سترو تجارتي لوبو او د شپږیزې کرکټ لیګ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اته لوبډلې جوړې او اتو کمپنیو ته یې د اتم پړاو لوبو د لوبډلو مالکیت امتیاز ورکړ.

د شپږیزې کرکټ لیګ د اتم پړاو سیالیو لپاره اتو کمپنیو د اتو لوبډلو مالکیت امتیاز ترلاسه کړ، چې له دې ډلې یې راپټ پی لوجستیکي خدماتو شرکت د هندوکش ستوري لوبډلې، ایرو پارسال د پامیر زلمیان لوبډلې، شېر ځلاند د اوسپنې ویلي کولو شرکت د سپین غر پړانګان لوبډلې، ایوبي دارالممتاز ساختماني شرکت د کابل بازان لوبډلې، سهاک تجارتي شرکت د امو نهنګان لوبډلې، شېر ولي یاري سوداګریز شرکت د بست ساتونکي لوبډلې، ولي روان خوراکي توکو د تولید شرکت د بند امیر لوبډلې او قېصر بابا لمټیډ د مس عینک اتلان لوبډلې د مالکیت امتیاز ترلاسه کړ.

د یادو لوبډلو د هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس ښاغلي ډاکټر حامد شینواري په خپلو خبرو کې دا ځل د شپږیزې کرکټ لیګ په اتم پړاو لوبو کې د دوو نورو لوبډلو په زیاتوالي خوښي وښوده او له سوداګرو یې مننه وکړه، ښاغلي شینواري د کرکټ په وده کې د سوداګرو رول مهم یاد کړ او زیاته یې کړه:« دا ځل به د شپږیزې کرکټ لیګ لوبې د ادارې د نورو همکارانو پر مټ په ډېر ښه او شانداره ډول ترسره شي، دا لوبې به د لوبغاړو په اقتصادي برخه کې ښه والی رامنځته کړي او د هېوادوالو د خوښۍ باعث به شي».

همدا راز د ډاکټر حامد شینواری وویل چي ملي لوبډلې او ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې راتلونکو لوبو ته اشاره وکړه او د لوبغاړو د غوره چمتووالي ترڅنګ یې دغه لوبو کې په غوره لوبو کولو ټینګار وکړ.ښاغلي شینواري د خپلو خبرو په پای کې د عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي څخه هم مننه وکړه، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان کرکټ او ادارې ته نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، اداره کې یې اصلاحات رامنځته کړي، چې په اساس یې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د لوبډلو د امتیاز ترلاسه کوونکو په استازولۍ د بند امیر خامارانو د لوبډلې امتیاز اخیستونکي انورالله مخلص خبرې وکړې او د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې یې مننه وکړه، ښاغلي مخلص زیاته کړه:« زه په خپل وار د ټولو لوبډلو د امتیاز ترلاسه کوونکو څخه مننه کوم او مبارکي ورته وایم، چې د هېواد حالاتو ته په کتو د هېوادوالو د خوشحالۍ په موخه پانګه اچونه کوي، تر څو مو ملي لوبغاړي په هېواد دننه لوبې ترسره او د کرکټ مینوالو د تفریح سبب وکرځي».

ټاکل شوې چې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په لسمه نېټه د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو لوبې د اتو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل او د همدغې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com