ای پي ايل: سږکال نندارچيان لوبغالو ته پريښودل کيږي

خبریال وېبپاڼه / ای پي ايل، سږکال نندارچيان لوبغالو ته پريښودل کيږي خو راتلونکي کال ته بل پلان دی.

ای پي ايل، سږکال نندارچيان لوبغالو ته پريښودل کيږي خو راتلونکي کال ته بل پلان دی

د روان کال ای پي ايل پاتې لوبې د راروانې ميلادي (سيپتمبر) مياشتې په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پېلېږي.

د دغه کال ای پي ايل لوبو لومړۍ برخه لوبې چې په هند کې وشوې، د کرونا له امله تماشه چيانو ته لوبغالي ته د ورتګ او لوبو ليدو اجازه نه وه.

خو اوس ويل کېږي چې د هند کرکټ بورډ کوښښ کوي په اماراتو کې د کېدونکې اي پي ايل پاتې لوبو ته نندارچيان پرېښودل شي. د بي سي سي ای يوه چارواکي ارون دومال رسنيو ته ويلي چې بورډ يې د عربي اماراتو له حکومت سره په دې تړاو خبرې پېل کړي دي او دوی هيله مند دي ياد حکومت لوبغالو ته د نندارچيانو د ورتګ اجازه ورکړي.

نوموړي دغه راز وويل چې د روان کال ای پي ايل پاتې لوبو کې به ۸ لوبډلې، او په راروان ( ۲۰۲۲ ) سيزن کې به ۱۰ لوبډلې برخه واخلي. د هند کرکټ بورډ دغه چارواکي وويل:

” مونږ د اماراتو له حکومت سره خبرې کوو چې د کرونا واکسين شوي نندارچيان لوبغالو ته د لوبو د لېدو لپاره راشي، مونږ هيله مند يو ددې کار اجازه ورکړل شي. خو دا به د لوبغاړو او خلکو د ساتنې په قيمت نه وي. د لوبغاړو او خلکو ساتنه تر هر څه لومړيتوب لري. وروستۍ پرېکړه به د متحده عربي اماراتو حکومت کوي”.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com