خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د کرکټ بورډ پخوانی رئیس عزیزالله فضلي، چې په کرکټ بورډ کې او د ملي لوبغاړو سره تر ډېره نژدې پاته شوی، یوځلې بیا د فرهان یوسفزي پرځای د کرکټ بورډ عمومي سرپرست رئيس وټاکل شو.
هغه نن په رسمې ډول د بورډ کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د لومړي ځل لپاره د عزیزالله فضلي ټاکل او بیرته لیري کول
عزیزالله فضلي د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸م کال د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د عاطف مشعل پرځای د کرکټ بورډ عمومي رئیس وټاکل شو.
له هغه وروسته عزیزالله فضلي د بورډ ترڅنګ په ملې لوبډله کې یو شمېر لوی بدلونونه راوستل، چې د هغو له ډلې یو هم د ۲۰۱۹م کال تر یوورځنيو لوبو نړیوال جام مخکې اصغر افغان د لوبډلمشرۍ څخه لیري کول او پرځای یې ګلبدین نایب ټاکل وه.
یاد نړیوال جام کې افغان لوبډلې خپلې ټولې نهه واړه لوبې وبایللې او د ګلبدین نایب ترڅنګ عزیزالله فضلي هم تر زیاتو نیوکو لاندي راغی.
خو له هغه وروسته د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه عزیزالله فضلي د ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري لیري او پرځای یې فرهان یوسفزی د کرکټ بورډ رئیس وټاکل شو.