خبریال وېبپاڼه / د هندوستان «کریک ټریکر» ویب پاڼې سره د افغانستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شاهدي څخه د «۲۰» پوښتنو ځواب ترلاسه کړئ دی.
_د هندوستان کریک ټریکر ویب پاڼې په خپل یوټیوب چینل کې له حشمت الله شاهدي څخه د «پري هیټ» په خپرونه کې د ۲۰ پوښتنو ځواب غوښتی دی، چې څه یې په لاندې ډول ځواب کړي دي._
_لومړي: هغه کوم ډول خواړۀ دي چې تاسو یې سم نشئ خولاړی؟
_حشمت الله: هغه ماهیان دي._
_دوهم: هغه کوم افغان کریکټر دی چې زیاته لټي کوي یا لټ دی؟
_ځواب: هغه محمد شهزاد محمدي دی.
_دریم: ستاسو د خوښې فلم کوم یو دی؟
_ځواب: هغه دنګل فلم دی.
_څلورم:. په نړۍ کې غوره شل اوریزه تجاراتي لیګ کوم یو دی؟
_ځواب: انډین پریمر لیګ «ای پي ایل»
_پنځم: هغه لوبغاړی کوم دی چې تاسو یې ترې الهام اخلئ یا لار تعقیبوئ؟
_ځواب: سریلانکایی کمار سنګاکارا.
_شپږم: هغه څه چې تاسو یې د خوب وړاندې یوځل ګورئ څه دي؟
_ځواب: زما موبایل
اووم: په کرکټ کې هغه کوم فارمټ دی چې ستاسو ډېر خوښیږي؟
_ځواب: هغه ټیسټ فارمټ دی.
_اتم: هغه کوم نړیوال کرکټ لوبغالی دی چې ستاسو ډېر خوښیږي؟
_ځواب: هغه د انګلستان لارډز کرکټ لوبغالی دی.
نهم: په کرکټ کې مو د غوره ملګری څوک دی؟
_ځواب: هغه نورعلي ځدراڼ دی.
_د هند غوره لیګ «ای پي ایل» هغه کومه لوبډله ده چې تاسو ورسره لوبېدل خوښوئ؟
_ځواب: هغه رویال چیلنجرز بنګلور لوبډله ده.