هیوادونه باید نړيوال جام ته د سپټمبر تر لسمې لوبډلې اعلان کړي

خبریال وېبپاڼه/کرکټ بورډونو ته ويل شوي چې نړيوال جام ته د سپټمبر تر لسمې لوبډلې اعلان کړي.

د کرکټ نړيوالې شورا هغو کرکټ بورډونو ته چې لوبډلې به یې سږکال شل اوریز نړیوال جام کې ګډون ولري، ويلي چې د سپټمبر مياشتې تر لسمې نيټې خپلې لوبډلې اعلان کړي.

کرکټ نړیوالې شورا دغه راز ويلي چې لوبډلې بايد پنځلس کسيزه وي او ورسره مل پلاوی له اتو کسانو څخه ډیريدلی نه شي، خو د کرونا ناروغۍ له امله لوبډلو ته اجازه ورکړل شوې چې اضافي لوبغاړي پخپل مصرف له ځان سره بيولی شي.

د آی سي سي د پريکړې له مخې ياده اداره يوازې د پنځلس لوبغاړو او د روزونکو په ګډون ورسره د اتو کسانو مل پلاوي مصارف پرې کوي خو که کومه لوبډله اضافي لوبغاړي له ځان سره اماراتو ته بيايي نو مصارف به يې پخپله غاړه وي.

دغه راز لوبډلې د قرنطين له پيل پنځه ورځې وړاندې کولی شي په لوبډله کې تغيرات راولي خو د پنځلس لوبغاړو نوملړ به د سپټمبر مياشتې تر لسمې نيټې کرکټ نړيوالې شورا ته سپاري.

د شپاړلسو لوبډلو په ګډون سږکال نړيوال جام د هند په کوربتوب په عمان او د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ، شارجه او دوبۍ کې د اکتوبر مياشتې په ۱۷ نيټه پيليږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com