خبریال وېبپاڼه / د اسټرالیا کرکټ بورډ مشر نېک هکلي په اړه پر کرونا د اخته کیدو خبر ورکړل شوی دی.
سره ددې چې د اشیز لوبلړۍ پر مهال ټول لوبغالي کې داخل کسان واکسین شوي هم وو،خو بیا هم د اسټرالیا کرکټ بورډ مشر په کرونا اخته شوی دی.
د هکلي په اړه ویل شوي،چې ټول د کرونا ځانګړي قوانین یې هم په نظر کې نیولي و او له هیچا سره یې فزیکي ډول تماس هم نه و نیولی،خو بیا هم نوموړی کرونا نیولی دی.
نېک هکلي اوس د کورنۍ له نورو غړو جلا شوی او په ځانګړي خونه کې اوسیږي.
د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې په نړۍ کې د کرونا پيښې یو ځل بیا په زیاتیدو دي،لدې وړاندې د بیګ باش ځينې لوبې هم د کرونا د پيښو د ثبت له کبله له ځنډ سره مخ شوي وې.