خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نیدرلینډ پر وړاندې دسیالیو په موخه قطر هېواد ته لاړه.
د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک پخپله فیسبوک پاڼتلیکلي، چې د نیدرلینډ پر وړاندې سیالیو کې دا ځل ځوانولوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
که څه هم کرېکټ بورډ تر اوسه د لوبډلې نوملړ نه دیخپور کړی، خو په خپرو شویو انځورونو کې د ځوانولوبغاړو شمېر ډېر لیدل کېږي.
د کرېکټ بورډ سرپرست عمومي رئیس میرویس اشرف همله ځوانو لوبغاړو سره انځور خپور کړی او د بریالیتوبدعاء یې ورته کړې.
هغه له ضياء شریفي، عظمت الله عمرزي، فضل حقفاروقي، ریاض حسن او نورو ځوانو لوبغاړو سره ګډ انځورخپور کړی. چې هغوی پکې سفر ته چمتو ښکاري.
میرویس اشرف له دغه انځور سره لیکلي: (( ځوانانو! لهویاړونو او بریاو ډک سفر ولرئ.وځلېږئ او د ولس پرمخونو مو مسکاوې راولئ.))
د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک هم له ځوانو لوبغاړو سرهد انځور په خپرولو سره په ملي لوبډله کې د ځوانو لوبغاړود لوبېدو خبر ورکړی دی.
هغه لیکلي چې د قطر پر وړاندې يادې سیالۍ خورا مهمېدي او دا ځل پکې ځوانو لوبغاړو ته فرصت ورکړل شویدی.
د کرېکټ بورډ د مالوماتو پر بنسټ افغانستان کرېکټ مليلوبډله د روانې میاشتې په ۲۱مه، ۲۳مه او ۲۵مه نېټه درېیو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.
قطر ته په تللیو لوبغاړو کې د ((حشمت شهيدي، رحمتشاه، حمزه هوتک، دولت ځدراڼ، ریاض حسن، سلیم صافی،سید شیرزاد، شاهدالله، احسان جنت، عثمان غني، یوسفځاځی، فضل الحق فاروقي، شرف الدين اشرف، ګلبدیننایب، نور علي ځدراڼ، اکرام علي خيل، دروېش رسولي،عظمت عمرزی، ضیا شريفي او یمین احمدزی)) نومونهراغلي دي، چې یو شمېر لوبغاړي په لومړي ځل داسې سترسفرترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا دیو ورځنیو لوبو د سوپرلیګ سیالیو برخه دي، چې نړیوالجام ته د لار موندنې لپاره خورا مهمې دي.