افغانستان سره د محمد رضوان د مرستې غږ او غبرګونونه

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان ملي لوبډلې ويکټ ساتونکي لوبغاړي محمد رضوان د افغانستان له خلکو سره د مرستې غږ کړی چې ورته بيلابيل غبرګونونه ښودل شوي دي.

رضوان وايي چې د افغانستان زړور خلک دوا، ګرمو جامو، سرپناه او خوړو ته شدیده اړتیا لري او خلکو څخه يې غوښتنه کړې چې ورسره مرستو ته را ودانګي.

هغه چې د مرستو د يو پروګرام له مخې تورخم ته تللی و، زياتوي چې هلته يې د سترګو ليدلی حال دا دی چې افغانان اوس مهال مرستو او لاسنیوي ته اړتيا لري.

په ورته وخت کې د رضوان دې څرګندونو ته يو شمېر خلکو غبرګون ښودلی.

ځينو يې د څرګندونو هرکلی کړی او د مرستې غږ یې ورسره غبرګ کړی خو ځينو نورو بيا ويلي چې بايد پاکستان کې له اړمنو سره مرستې وشي.

په دې لړ کې ځينو بيا غوښتنه کړې چې د افغانستان سره د پاکستان له لارې د هندي مرستو ليږد ته دې د اجازې ورکولو لپاره هم غوښتنه وکړي.

رضوان داسې مهال له افغانانو سره د مرستې لپاره غږ کوي چې يو شمېر افغان لوبغاړي د خپلو بنسټونو له لارې لا له وړاندې له خپلو اړمنو هيوادوالو سره سختو حالاتو کې مرستې کوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com