ریاض حسن: خوښ یم چې ملي لوبډلې سره یو ځای شوم

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ځوان لوبغاړی ریاض حسن ته په لومړي ځل په ملي لوبډله کې ځای ورکړل شو.

ریاض حسن وایي،خوښ دی چې د ملي لوبډلې سره یو ځای کیږي.

نوموړي له مینه والو غوښتنه کړې چې په دعاګانو کې یې یاد وساتي.

“سلامونه ګرانو هیوادوالو
له ملي لوبډلي سره یو ځای د قطر هیواد ته سفر لرو ډیر د خوشحالي احساس کوم چي د ملي لوبډلي برخه ګرځیدلی یم په دعاګانو کي مي یاد ساتۍ.”

ریاض حسن هغه لوبغاړی دی چې پدې وروستیو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و.

افغانستان کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت له هالینډ سره سیالۍ لري او دغو سیالیو کې د ګډون په موخه زیاتره د ملي لوبډلې لوبغاړی نن ورځ د قطر په لوري روان شول.

      

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com