مجیب په بیګ باش کې مبصرین هم حیران کړل

خبریال وېبپاڼه / د نوي کال په لومړۍ ورځ مجیب الرحمان په بیګ باش سيالیو کې زبردسته توپ اچونه ترسره کړه.

نوموړي په خپلو اورونو کې د ۲۰ منډو په ورکولو سره درې ویکټې ترلاسه کړې او د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ادا کړ.

نوموړي په یاده لوبه کې په کروم توپ سره لوبغاړی بولډ اوټ کړ،نوموړي یاد توپ پداسې انداز ترسره کړ چې ان مبصرین هم ورته ګوته په غاښ شول.

د لوبې پر مهال ځينو مبصرینو وویل،چې څه زبردست،هوښیار او جادوګري توپ و.

مایکل وون چې د کرکټ نړۍ مشهور مبصر شمیرل کيږي وویل،چې زه د مجیب یاد توپ ته حیران او فکر وړی یم.

د یادونې وړ ده چې د مجیب د یاد توپ چې لوبغاړی یې پرې بولډ اوټ کړ،هر ځلې یې تکرار ښودل کیده او پخپله توپ وهونکي ته هم معلومات ونشول چې په کوم قسم یې له هغه ویکټ وویشته.

اسټرالیا کرکټ بورډ پاڼه  هم پخپل رسمي اکاونټ لیکلي وو: «ان تردې چې مبصرین هم دېته اړ شول چې د مجیب د یاد جادوګري توپ رېپلي څو ځلې تکرار کړي او ویې ویني چې په کوم قسم نوموړي دغه توپ ترسره کړ.»

هیره دې نه وي چې په بیګ باش سيالیو کې د مجیب ترڅنګ،راشدخان،محمد نبي او ظاهرخان هم لوبیږي چې تراوسه ښه ځلیدلي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com