بنګله دېش کرکټ بورډ: د افغانستان په وړاندې سيالیو ته بشپړ چمتوالۍ لرو

خبریال وېبپاڼه /په ۲۰۲۲ کال کې د زیاترو لوبډلو د سيالیو مهال ویشونه مصروف ښکاري،د نورو ټيمونو ترڅنګ په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان سيالۍ هم ډيرې دي او دوی به لومړۍ روانه میاشت له نیدرلینډ سره درې پنځوس اوریزې سيالۍ ترسره کړي او بیا له بنګله دېش او زمبابوې هیوادونو سره سيالۍ لري.

لومړۍ په پام کې وه چې افغانستان به له زمبابوې هیواد سره سيالۍ ترسره کړي وی،خو دا چې په زمبابوې او افریقايي هیوادونو کې د اومیکرون په نوم نوی ویروس خپور شوی،یادو سيالیو مهال ویش کې هم تغیرات رامنځ ته شول او نورې سيالۍ ترې مخکې کړل شوې.

د هالینډ یا نیدرلینډ سره د درې یو ورځنیو لوبو وروسته افغانستان راتلونکي میاشت د بنګله دېش په کوربتوب له یاد هیواد سره د ورلډ کپ سوپر لیګ درې پنځوس اوریزې سيالۍ لري.

د بنګله دېش سره سيالۍ هم په شک کې وې،خو بنګله دېش کرکټ بورډ مشر نظام الدین چودري وویل،دوی د افغانستان په وړاندې سيالیو ته بشپړ چمتوالۍ لري.
چودري زیاته کړه،تراوسه یې د افغانستان کرکټ بورډ څخه هم منفي خبر ندی اوریدلی او په پلان کې دی چې همدغه لوبلړۍ راتلونکي میاشت پخپله نېټه ترسره شي.

«لوبلړۍ به د دواړو لوبډلو ترمنځ پخپل وخت ترسره شي،مونږ تراوسه د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د دغو سيالیو په اړه منفي خبر ندی اوریدلی.مونږ هیله مند یو چې همدا لوبلړۍ به پخپل وخت ترسره کیږي.»
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د درې یو ورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو لړۍ به د راتلونکي فبرورۍ میاشتې په ۲۳مه، ۲۵مه، او په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

لدې وروسته به د مارچ په ۲مه او ۴مه نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه شل اوریزې لوبې هم ترسره شي.

      

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com