انګلینډي لوبغاړو ته دې آی پي ایل کې د لوبیدو اجازه نه ورکول کیږي

وروسته له دې چې د جو روټ په کپتانۍ انګلینډۍ لوبډلې په اشیز سیالیو کې له استرالیا بدې ماتې وخوړې، په انګلینډي لوبغاړو او بورډ د پخوانیو لوبغاړو او تبصره کوونکو نیوکې مخ په زیاتېدو دي.

د انګلینډ پخواني کپتان مایکل اترټن پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې انګلینډي لوبغاړي باید نه د آی پي ایل لپاره خپلې ملي لوبې پریږدي او نه باید لوبغاړو ته ارام ورکړل شي یا نوبت وار ولوبیږي ترڅو دومره وخت پیدا کړي چې نورو لوبو کې ګډون وکړي.

د اترټن په باور د انګلینډ کرکټ بورډ په کلني ډول خپلو لوبغاړو ته کافي اندازه پیسې ورکوي نو بیا ولې ترینه د آی پي ایل د لوبو پرمهال چې دوه میاشتې کیږي، کار نه اخیستل کيږي؟ هغه زیاتوي چې دا چاره باید ودرول شي.

مایکل د اوسنیو ستونزو څخه د انګلینډۍ ټیسټ لوبډلې د راوتلو لپاره وړاندیز کوي چې بین سټوکس دې د لوبډلې کپتان وټاکل شي، ځکه چې نوموړی نه شي کولی په شل اوریزه لوبډله کې ځانته ځای ومومي او دغه راز دې اوسنی روزونکی هم له دندې ګوښه شي.

تر اترټن وړاندې د انګلینډ پخواني لوبغاړي کیون پیټرسن بیا وړاندیز کړی و چې د انګلینډ کرکټ بورډ دې د سور بال لپاره هم لکه د سل بالیز کرکټ د نوښت ګامونه واخلي ترڅو په راتلونکي کې انګلینډ یوه ښه ټیسټ لوبډله ولري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com