کیرون پولارډ کرېکټ ته راوګرځېد او د وېسټ انډیز د راتلونکو لوبولړیو لوبډلمشري کوي

خبریال وېبپاڼه / کیرون پولارډ په راتلونکي میاشت کې د ایرلینډ او انګلېنډ پر وړاندې د محدودو اورونو لپاره د ویسټ انډیز لوبډلمشري کوي.

خو د وېسټ انډیز ایون لیویس، فابیان الن او انډرسن فیلیپ لوبغاړو د کوویډ-نولس پایلې مثبتې دي.

پولارډ د ډسمبر په میاشت کې د لاس د ټپ له امله پاکستان ته د ویسټ انډیز له سفر څخه پاتې شو، نیکولاس پوران د هغه په ​​​​نه شتون کې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري کوله.

ټاکل شوې وه شای هوپ د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشري وکړي، خو پر کووېډ د دوی د لوبغاړو، مشاور روزونکي او فزیکي ډاکټر د اخته کېدو له امله لوبې لغوه شوې.

بل لور داسې وړاندیزونه موجود وو چې په سبینا پارک کې د آیرلینډ سره شل اوریزې لوبې کولی شي د نړیوال کریکټ څخه د کریس ګیل د خدای په امانۍ لپاره زمینه برابره کړي، مګر هغه په ​​سکواډ کې نه دی اخیستل شوی.

الراونډر الن چې د پښې د ټپ له امله نړیوال جام ته نه وو تللی، سره له دې چې د کوویډ ازموینه یې مثبنه ده خو بیا هم تمه کیږي چې د میاشتې په اوږدو کې ورغیږي او د انګلېنډ سره د لوبلړۍ لپاره ولوبیږي.

ویسټ انډیز به د جنورۍ په اتمه نېټه په جمیکا کې د ایرلینډ سره درې یو ورځنۍ لوبې پیل کړي او بیا به یوازنۍ شل اوریزه لوبه وکړي.

دوی به بیا د انګلېنډ په بارباډوس کې د پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ لپاره کوربه وي.

د ویسټ انډیز د یو ورځنیو لوبو لوبډله:

کیرون پولارډ (لوبډلمشر)، شای هوپ، شمار بروکس، روسټن چیس، جسټن ګریوز، جیسن هولډر، اکیل حسین، الزاري جوزف، ګوډاکیش موتي، جیډن سیلز، نیکولاس پوران، روماریو شیفرډ، اوډین توماس

ریزرف لوبغاړي: کیسي کارټي، شیلډن کوټریل

د ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو لوبډله:

کیرون پولارډ (لوبډلمشر)، نیکولاس پوران، فابیان الن (یوازې د انګلېنډ سره شل اوریزې لوبو لپاره)، ډارین براوو (یوازې د انګلېنډ سره د شل اوریزو لوبو لپاره)، روسټن چیس، شیلډن کوټریل، ډومینیک ډریکس، شای هوپ، اکیل کینګ حسین، جیسن برانډن، کایل مایرز، روومن پاول، روماریو شیفرډ، اوډین سمیت، هیډن والش جونیر

ریزرف لوبغاړي: جیډن سیلز، الزاري جوزف، ډیون توماس

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com