خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی نوین الحق ویلي،د هغه لپاره د ۲۰۲۱ کال د لاسته راوړنو ډک کال و.
نوین الحق په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان لخوا په چټکو توپ اچونکو برخه کې لومړی لوبغاړی شو چې تر ټولو ډیرې ویکټې یې پکې ترلاسه کړي وې.
په ټوله کې نوموړی په نړۍ کې د چټکو توپ اچونکو برخه کې دریم توپ اچونکی شو،چې تر ټولو ډیرې ۵۲ ویکټې پکې ترلاسه کوي.
نوموړي دغه ویکټې په شل اوریزو سیالیو کې ترلاسه کړي دي.
په ۲۰۲۱ کال شل اوریزو لوبو برخه کې د چټکو توپ اچونکو په استازیتوب تر ټولو ډیرې ویکټې بنګله دېشي مستفیظ الرحمان ترلاسه کړي چې ۵۹ دي.
په دوهم مقام وهاب ریاض دی چې ۵۴ ویکټې یې اخیستي دي.