د نیدرلنډ او افغانستان د راتلونکو لوبلړیو د خپراوي حقوق ملي سپورت واخیست

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرېکټ بورډ د نیدرلنډ او افغانستان تر منځ د راتلونو درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو د خپراوي تړون له ملي سپورت تلوېزیون سره وکړ او دخپراوي حقوق ملي سپورت واخیست.

په افغانستان کې نه یوازې ملي سپورت بلکې نورې خصوصي رسنۍ هم کله نا کله د افغانستان د لوبو او نورو بهرنیو تجارتي لیګونو د خپراوي حقوق تر لاسه کوي.

افغانستان په لومړي ځل قطر کې د نېدرلېنډ کوربه توب کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د روانې میاشتې په اخر په قطر هېواد کې له نېدرلېنډ ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.

دا سیالۍ چې د کرېکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو مهمه برخه ګڼل کیږي د افغانستان په کوربتوب به په قطر هېواد کې ترسره شي.

دا سیالۍ د جنورۍ میاشتې په یوویشتمه نېټه پیلیږي چې د پنځو ورځو په ترڅ به ترسره شي.

د مهالوېش له مخې به لومړۍ سیالي د جنورۍ میاشتې په 21مه، دویمه سیالي د جنورۍ میاشتې په 23مه او وروستۍ لوبه به د دواړو ټیمونو ترمنځ د جنورۍ په 25مه د دوحې په ایشن ټاون کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو په لړۍ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تر دې وړاندې د اېرلنډ سره درې یو ورځنۍ لوبې کړې وې.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د کرېکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو د جدول له مخې بهد ۲۰۲۲م له پیل سره ټولې اووه لوبلړۍ ترسره کړي چې درې لوبلړۍ به د افغانستان په کوربتوب د قطر هېواد پلازمېنې دوحه کې ترسره شي او د پاتو لوبو لپاره به نورو هېوادونو ته ځي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو د مهالوېش له مخې به افغانستان د نېدرلېنډ سره د لوبو له ترسره کېدو وروسته د جنورۍ میاشتې په پای کې زمبابوی ته ولاړه شي او هلته د یاد هېواد په کوربتوب درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. خو د زمبابوی سره لوبلړۍ په افریقا کې د کرونا د اومیکرون بڼې د خپرېدو له کبله په شک کې دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به ۲۰۲۲م کال په جریان کې د پاکستان او اسټرالیا لوبډلو سره د سیالیو لپاره کوربتوب وکړي او دا راز به هند، بنګله دېش او سریلانکا سره د مخامخ کېدو لپاره یادو هېوادونو ته سفر وکړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com