له محمد نبي وروسته اصغر افغان، د مخکيني ولسمشر سره د عکسونو پورته کولو تر شا ممکنه دليل

خبریال وېبپاڼه /تېره ورځ له يوې بهرنۍ رسنۍ سره د مخکيني ولسمشر اشرف غني مرکې په خواله رسنیو کې د افغانانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راوپارول.

په دې لړ کې د افغان کرکټ بورډ د شل اوريزو لوبو کپتان محمد نبي د خپل ټويټر او فيسبوک عکسونه هم بدل کړل چې په نوي لګول شوي انځور کې خپله نبي او مخکينی ولسمشر اشرف غني ښکاريږي.

مونږ په دې لیکنه کې د دې چارې تر شا ممکنه دلايلو ته کتنه کړې ده:

محمد اشرف غني پرته له شکه د هيوادوالو او بيا د کرکټ لوبغاړو ترمنځ له محبوبيت برخمند دی، خو دا چې په اوسني حال کې يې محمد نبي ولې په پروفايل عکس لګولی دليل يې دا کيدلی شي.

محمد نبي سبا ۳۷ کلن کيږي او پرته له شکه چې په افغان لوبډله کې به ډېره راتلونکي ونه لري نو دا هم ممکنه ده چې هغه دې ډېر زر د افغانستان لپاره کرکټ پريږدي.

نبي داسې مهال د ولسمشر غني د ملاتړ لپاره د هغه عکس پخپل پروفايل لګولی چې ښه پوهيږي له هغه سره د نوي حکومت حساسيت څومره دی او دا کار پرې ښايي د بنديز لګيدو سبب شي.

د نړيوال جام پر مهال د نبي او ډلې يې، او د هغه مهال د غوراوي کميټې د مشر ميرويس اشرف ترمنځ ناندرۍ هم ښايي محمد نبي باوري کړی وي چې له ميرويس اشرف سره یې شپې او ورځې نه تيريدونکي دي.

پورته مسايلو ته په کتو ښکاري چې محمدنبي چې له ټيسټ کرکټ يې لا پخوا تقاعد کړی، ډېر زر له نړيوال کرکټ تقاعد کيدونکی دی او خپله ټوله توجه به تجارتي ليګونو ته واړوي.

هيره دې نه وي چې د محمدنبي ترڅنګ د لوبډلې پخواني کپتان اصغر افغان هم د خپل ټويټر عکس بدل کړی او پخپل پروفايل يې له ولسمشر غني سره يو ځای اخيستل شوی عکس لګولی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com