خبریال وېبپاڼه / د پاکستان پخواني لوبډلمشر محمد حفيظ وایي، فاسدو لوبغاړو ته باید د هېواد په استازیتوب د لوبېدو اجازه ور نه کړل شي.
حفیظ وایي، چې د لوبغاړو او بورډ تر منځ بايد ښه اړیکه وي وي. د حفیظ په وینا هغه لوبغاړي چې لوبه یې فکس کړې وه باید هېڅکله د لوبېدو اجازه ورنه کړل شي.
د پاکستان پخواني لوبډلمشر محمد حفیظ نړیوال کرکټ څخه د تقاعد وروسته په کرکټ کې د پراخ فساد په اړه لوی څرګندونې کړي دي.
محمد حفیظ ویلي، هغه لوبغاړي چې په کرکټ کې په فساد تورن دي، باید هېڅکله د هېواد لپاره د لوبېدو چانس ورنه کړل شي.
حفیظ د خپل تقاعد تر اعلان وروسته په لاهور کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هغه په خپل دریځ ولاړ دی، هغه لوبغاړی چې لوبې فېکس کوي او هېواد ته دوکه ورکوي باید هېڅکله د لوبېدو اجازه ورنه کړل شي.
حفیظ وویل: زما د کیریر تر ټولو لویه مایوسي او درد هغه وخت و چې ما او اظهر علي په دې مسله کې اصولي دریځ غوره کړ خو د بورډ مشر موږ ته وویل چې که لوبه نه غواړو نو کومه ستونزه نشته خو لوبغاړي به یې په اړه فکر کوي.
حفیظ څرګنده کړه چې د هغه تقاعد د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) د رییس رمیز راجا له دریځ سره هېڅ تړاو نه لري چې زه او شعیب ملک باید د 2019 نړیوال جام وروسته تقاعد شو.
هغه وویل، “زه د 2019 نړیوال جام څخه د تقاعد په فکر کې وم، مګر زما مېرمن او ځیني ملګرو زه وهڅولم چې لوبې ته دوام ورکړم.
حفیظ وویل: “تر هغه ځایه چې رمیز څه ویلي یا احساس کوي د هغه شخصي نظر دی او ما تل د انتقاد کونکو درناوی کړی دی. زما لاره دا ده چې میدان ته راشم او ځواب ورکړم. زه په بورډ کې له هیچا څخه ناراضه نه یم.
حفیظ ویلي، چې بې له کومې پښېمانۍ نړیوال کرکټ سره مخه کوي.
د پاکستان الراونډر او پخواني لوبډلمشر محمد حفیظ پرون دوشنبه له نړیوال کرېکټ څخه تقاعد اعلان کړ.