په آی پي ايل کې د هغه پنځه لوبډلو کپتانان چې لا تر اوسه نه دي مشخص شوي

خبریال وېبپاڼه / د ۲۰۲۲ ای پي ایل سیزن د لوبغاړو اخېستو بولۍ د راتلونکي ميلادي مياشتې فبرورۍ په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه په بنګلور کې کېږي.

داسې ښکاري چې د ۱۰ لوبډلو له منځه ۵ لوبډلې له کپتان لرلو پرته په بولۍ کې ګډون وکړي.

رويل چېلنجرز بنګلور، کلکته نایټ رايډرز، پنجاب کېنګز، لکنو او احمد اباد هغه لوبډلې دي چې تر دې دمه یې کپتانان نه دي اعلان شوي.

که څه هم د لکنو لوبډلې او کی ايل راهول تر منځ خبرې روانې دي چې د لکنو لوبډلې کپتان وټاکل شي، خو ښايی پاتې څلور لوبډلې په بولۍ کې د لوبغاړو تر څنګ د ښه لوبډلمشرانو د اخېستو لپاره هم لاس په کار شي.

لکنو: ويل کيږي چې ای پي ایل کې شاملې شوې نوې لوبډلې ( لکنو ) د کی ايل راهول سره د کپتانۍ قرارداد لاسليک کړی، خو لا هم تر دې دمه رسمي اعلان نه دی شوی. لکنو لوبډلې ته نژدې سرچينو رسنيو سره خبرو کې ويلي چې دا پرېکړه نهايي شوې ده.

رويل چېلنجرز بنګلور: د رويل چېلنجرز بنګلور لوبډلې کپتان وېرات کوهلي د يادې لوبډلې د کپتانۍ څخه استعفا کړې او ای بي ډېویليرز تقاعد اخیستی، له دې واضح معلومېږي چې ياده لوبډله هم د کپتان په لټه ده. دا چې څوک به کپتان شي، لا معلومه نه ده.

پنجاب کېنګز: د پنجاب کېنګز لوبډلې ونشو کړای کی ايل راهول د کپتان په توګه خپلې لوبډلې لپاره وساتي، خو د راهول بېټینګ ملګری مېنک اګروال یې له ځان سره وساته‌.

نوموړی د پنجاب لوبډلې کپتانۍ ته اوږه ورکولی شي، خو لا هم په دې اړه څه معلومات نشته.

کلکته نایټ رايډرز: کلکته نایټ رايډرز لوبډلې تېر سيزن کې د کپتان ايون مورګن د خرابې کارکردګۍ له امله نوموړی راتلونکې سيزن کې له ځان سره ونه ساته.

يادې لوبډلې د ۲۰۲۲ سيزن لپاره سونيل نارين، انډري رسل، وارون چکرورتي او وينکتيش آير خپله لوبډله کې وساتل.

خو داسې نه ښکاري چې له پورته لوبغاړو دې يو هم د کلکته نایټ رايډرز لوبډلې کپتاني وکړي.

ياده لوبډله به هم د راتلونکي سیزن لپاره بولۍ کې د کپتان پېداکولو لپاره سترګې اړوي.

احمد اباد: د ای پي ايل نوې لوبډلې احمد اباد چې لا تر دمه يې په مالي حسابونو کې د روڼتيا د نشتون له امله د هند کرکټ بورډ څخه ای پي ایل کې د لوبېدو شین څراغ نه دی ترلاسه کړی،

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com