خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرېکټ بورډ مخکېنی عمومي رئیس وايي دملي لوبډلې څلور مهم او مشهور لوبغاړي له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه کوي.
عزیزالله فضلي پخپله رسمي فېسبوک پاڼه په خپره کړې خبرتیا کې د محمد نبي، حمید حسن، سمیع الله شینواري اوشاپور ځدران له نومونو څخه یادونه کړې ده.
که څه هم تر اوسه يادو لوبغاړو څه ندي ویلي، خو دکرېکټ بورډ مخکیني رئیس عزیز الله فضلي نن « سه شنبه د جنورۍ څلورممازیګر»دا خبرتیا خپره کړې ده.
نوموړي پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ( د کرکټ لوبې مينه والو؛ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هر يو حميدحسن ،محمد نبي عيسي خيل ، شاپور ځدران او سميع شينواري به د ملي لوبډلې څخه استعفا کوي.)
محمد نبي عیسی خېل چې تازه د کرېکټ ملي لوبډلې دشل اوریزه سیالیو لوبډلمشر ټاکل شوی، د افغانستان ملي لوبډلې له کلیدي لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.
محمد نبي له واړندې د ټیسټ او حمید حسن له یو ورځنیواو ټیسټ سیالیو څخه تقاعد اعلان کړی دی.
څلور واړه لوبغاړي د افغانستان ملي لوبډلې ته له لومړي سره راغلي، چې له نیو جرسي څخه تر نړیوالو جامونوپورې یې د افغانستان کرېکټ ته خورا چټک مزل ورکړیدی.