شل اوريزه سيالیو کې د غوره لوبغاړي تر ټولو زياتې جايزې افغان لوبغاړي اخيستي

خبریال وېبپاڼه / که څه هم د ډېرو کرېکټ لوبغاړو په پرتله افغان لوبغاړو کمې شل اوريزه سيالۍ ترسره کړي، خو بيا هم تر ټولو زياتې جايزې پکې افغان لوبغاړي اخيستي دي.

په شل اوريزه سياليو کې پنځو لوبغاړو تر اوسه تر نورو زياتې جايزې تر لاسه کړي، چې په هغو کې افغان لوبډلمشر محمد نبي لومړی دی.

د مخکښو لوبغاړو په لست کې دوه هندي او دوه پاکستاني لوبغاړي هم شته، خو ټول تر محمد نبي عيسی خېل وروسته دي.

محمد نبي عيسی خېل شل اوريزه سياليو کې ۱۳ ځله د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې، چې د لېست په سر کې ځای لري.

هغه يوازې په ۸۶ سياليو کې دغه جايزې ترلاسه کړي دي.

عیسی خېل په ترسره کړو ۸۶ شل اوريزه سياليو کې ۷۳ ويکټې ترلاسه کړي او ۱۵۲۳ منډې يې ترسره کړي دي.

تر نبي وروسته د هند کرېکټ ملي لوبغاړی او مخکېنی لوبډلمشر ويرات کوهلي دي.

هغه په ۹۵ شل اوريزه لوبو کې ۱۲ د غوره لوبغاړي جايزې اخيستي دي.

تر کوهلي وروسته شاهد افريدي دی. افريدي په ۹۹ لوبو کې ۱۱ ځله د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړي دي.

څلورم لوبغاړی محمد حفيظ دی، چې تازه يې له هر ډول نړيوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه. هغه په ۱۱۹ لوبو کې ۱۱ د غوره لوبغاړي جايزې ترلاسه کړي دي.

پنځم لوبغاړی بيا د هند کرېکټ ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر او پيليز توپ وهونکی روهيت شرما دی، چې په ۱۱۹ لوبو کې يې ۱۱ ځلي د غوره لوبغاړي جايزه ګټلې ده.

د يادونې وړ ده، چې په لوبلړيو کې بيا د سيريز غوره لوبغاړي ډېرې جايزې په ترتيب سره ويرات کوهلي، بابر اعظم، محمد حفيط او ګلين مکسويل ترلاسه کړې دي.

      

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com