د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر لوبغاړي یوسف پټان هوډ کړی دی چې نوموړی به د خپلې اکاډمۍ له لارې په هندوستان کې له کرونا ځپلو وګړو سره د وړیا خواړو په چمتو کولو کې مرسته کوي.
د یادولو وړ ده، چې په هندوستان کې د کرونا ویروس دوېمه څپه خورا په چټکۍ سره دوام لري چې په دغه هېواد کې د ورځې په لړ کې شاو خوا زرګونه پیښې او قضیې ثبت کېږي.
ویل کېږي چې د هندوستان ډهلي ښار له هغو ښارونو څخه دی چې پکې د ورځې د کرونا ویروس زیاتې قضیې ثبت کېږي یاده دې وي، چې په ډهلي کې روغتونونه له ناروغانو ډک دي او د ډیلي خلک په دې شرایطو کې له ډیری ننګونو سره مخ دي.
په همدې حال کې د هند پخواني کریکټر عرفان پټان هم د ډیلي د خلکو مرستې لپاره خپل لاس نیوی اعلان کړی دی او ویلي یې دي، چې د عرفان پټان د کریکټ اکاډمۍ به د سویلي ډیلي خلکو ته وړیا خواړه چمتو کړي.
عرفان پټان په یو ټوېټ کې وویل: ((په ټول هیواد کې د کرونا ناروغۍ دوهمې څپې دوام لري او په داسې وضعیت کې دا زموږ دنده ده چې له اړمنو سره مرسته وکړو.)) عرفان پټان په یاد ټوېټ کې شماره هم شریکه کړې ده چې اړمن خلک به ورسره په اړیکه کې کېږي او د ځان لپاره به د خواړو امر ورکوي.
د یادونې وړ ده چې په هندوستان کې د کرونا ویروس چټک منفې اغېز هغه څه وه، چې د دغه هېواد مشوره سوداګرېز کریکټ لیګ (آی پي ایل) یې هم په نیمایې کې پاېته ورساوه او تر نا معلومې نیټې پورې وځنډول شو.