هغه سړی چې غواړي ۱۸۰ کاله ژوند وکړي

خبریال ویبپاڼه/ تراوسه مو په خپل کلي کور او سیمه کې د څومره وخت بوډاګان لیدلي چې اوږد ژوند لري ښايي ستاسو ځواب تر ۱۰۰ کلونو او یاهم تر دې لږ زیات وي ځکه اوسني انسانان ډیر لنډ ژوند لري، خو امریکا کې یو سړی په دې لټه کې دی چې ډیر لوی ژوند وکړي هغه له کومو میتدودونو کار اخلي چې زیات عمر تیر کړي د لته يې راسره ولولئ.

یو بډایه امریکایی سړی نیت لري چې د ژوند ځانګړې  لارې تعقیب کړي ترڅو د هغه د ژوند اټکل له مخې یاهم د  عادي انسانانو دوه برابره عم تیر کړي.

د انګلیسي ورځپاڼې ټیلګراف په خپل یوه راپورو چې د ډیو سپري په نوم یو ۴۸ کلن امریکايي د ځانګړو لارو په غوره کولو سره د ډیر ژوند کولو خوبونه ویني، هغه ویلي په دې عمر کې نه غواړي چې څوک يې د یو منځني عمر سړي په توګه وپيژني.

سپري وايي خپل ورځنی ژوند يې په سمه توګه کنټرول کړی او دوام ورکوي،چې له ویښېدلو څخه بیرته تر خوب کولو ټولې کړنې د یوه منظم مهال وېش په پام کې نیولو سره پرمخ وړي.

هغه د خپلې ځوانۍ ساتلو لپاره ځانګړي پلانونه تعقیبوي د مثال په ډول په خپل کورکې يې ترځمکه لاندې سړې خونې جوړي کړې او ورڅخه استفاده کوي یو بستر چې د انفراسیون وړانګو سره کار کوي همدارنګه د ښه تنفس اخیستلو لپاره  هغه په ​​خپل کور کې د لوړ فشار آکسیجن درملنې دستګاه نصب کړې، همدارنګه د ورزش او نورو کړنو لپاره د نوموړي په کورکې پرمختللي ماشینونه لیدل سوي، دا داسې ماشینونه دي چې د ۲ ساعته ورزش کولو معادل په ۲۰ دقیقې کې را وباسي.

ښاغلي سپري وویل چې دی اصلا په دې هیڅ پیښمانه نه دی چې دومره زیات زحمت باسي بلکي دی غواړي چې ۱۸۰ کاله ژوند وکړي او لاهم تر هغه زیات غواړي چې ژوند وکړي.

هغه وايي چې د ده موخه داده چې په سل کلنۍ کې دی د ۴۰ کلن یاهم ۳۵ کلن ځوان په توګه ښکاره سي او لاهم همداسې دوام وکړي خو دی به خپلې دې موخې ته څنګه رسیږي دی یوازي ټوله ورځ په دې لټه وي چې څنګه د خپل ځان په لټه کې ښه و اوسي خو او خپل ځان په ډیره ښه توګه سره سمبال کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com