د ښځو او نارینه وو د زړونو توپیر

خبريال وېبپاڼه- ډېر وخت چې د ښځينه او نارينه د توپيرونو په هکله خبرې کېږي نو خبره چې هرڅومره تاوراتاو شي بېرته دې ته راځي چې ښځه احساساتي ده، عاطفه یې ډېره ده، زړه یې نرم دی او نور، خو په دې هکله، د زړه په هکله طب څه وايي، پدې ليکنه کې په همدې توپير خبرې کوو.

د نارينه زړه په فزيکي ډول د ښځو د زړه څخه لوی دی، د زړه وزن دبدن د وزن په نسبت کچل کېږي، په نارينه و کې د کيلو په سر ۵,۷ ګرمه خو په ښځينه و کې بيا ۴,۸ ګرامه دی، په دې نسبت د ښځو د زړه وزن په عموم کې ۲۰۰-۲۸۰ ګرامه او د نارينه و ۲۵۰-۳۹۰ ګرامه وي.

د يوې ښځې زړه د خپل بدن د اړتيا وړ اوکسيجن ترلاسه کولو لپاره د نارينه د زړه څخه ډېر غورځي، په یوه دقیقه کې د ښځو زړه په اوسط ډول ۷۰ ځل غورځي او د نارينه و د زړه لپاره بيا دا اوسط ۶۰ دی.

نارينه تر ښځو زيات د زړه په ناروغۍ اخته کېږي، د زړه د ناروغۍ تشخيص ۴۷ نارينه و ۴۲ سلنه ښځینه و ته اېښودل کېږي، خو توپير دادي چې په ښځو کې د زړه ناروغي ډېر وخت تر نارينه و سخته تېرېږي.

په ښځو کې د زړه د ناروغيو څخه د ژوند د لاسه ورکولو سلنه اته فيصده لوړه ده، ددې سبب د ښځینه و کم مالومات دي، دوی ډېر وخت د زړه د ناروغيو په نښو سمې نه پوهېږي او په غلط ډول يې تعبيروي.

هغه ښځې چې د شکر يا ديابت ناروغي لري او ترڅنګ یې د زړه په ناروغۍ هم اخته شوې وي د همدې ډول نارينه و په نسبت يې د ژوند له لاسه ورکولو کچه پنځوس سلنه زياته ده، څیړنې وايي چې ديابت په ښځو تر نارینه و ډېر ژور اغېز پرې باسي.

ښځې تر نارينه و په ځنډ د رګونو په ناروغۍ اخته کیږي، د مثال په ډول ډېري نارينه چې په پنځوس کلنۍ د رګونو ناروغ کېږي ښځې په شپېته کلنۍ په دې ستونزو اخته کېږي.

د زړه د حملې نښې په ښځو کې متفاوتې دي، د مثال په ډول په نارينه و د زړه د حملې نښه ډېر وخت د سینې په چپ طرف کې شديد درد وي، خو په ښځو کې بيا ډېر وخت مسله دا وي چې ددوی د نس پورتنۍ برخه درد کوي، يا زيات د زړه بدوالی لري او دې ته ورته نور.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com