مشهوره اداکاره پډوکون هم په کرونا ویروس اخته شوې

خبریال وېبپانه – د  هندوستان هېواد د فلمونو مشهوره اداکاره دیپیکا پډوکون هم په کرونا یا کووېډ ـ ۱۹ ویروس باندې اخته شوې ده د راپورنو له مخې چې نه یوازې دیپیکا پډوکون په دغه ویروس اخته شوې ده بلکې د هغې په ګډون د هغې د کورنۍ یو شمېر غړي هم په یاد ویروس ککړ دي.

د معلوماتو له مخې چې دیپیکا پډوکون وروسته له هغې په کرونا ویروس اخته شوه چې نوموړې په بنګلور کې له خپلې کورنۍ سره وليدل. ویل کېږي چې د سه شنبې په ورځ د دغه نوموتې اداکارې پلار او د ملي بیډمنټن پخوانی لوبغاړی پرکاش پډوکون د بنګلور په ایالاتي روغتون کې داخل شو.

د رسنیو د معلوماتو پر بنسټ چې له پرکاش سربیره، د هغه میرمن اوجالا او لور یې انیشا هم د کرونا ویروس لپاره مثبتې ازموینې ورکړې دي چې اوس مهال دا دواړه په کور کې دي او قرنطین دي.

ویل کېږي، چې د پرکاش ملګري ویمل کمار وویل چې پرکاش او د هغه کورنۍ لس ورځې وړاندې د کرونا اړوند نښې نښانې درلودې کله چې دوی د ازموینه ورکړه نو هماغه وه، چې د ازموینو پایلې یې مثبتې راغلي.

له بلې خوا مشهورې اداکارې دیپیکا پډوکون هم خپلو مینه والو ته سپارښتنه کړې ده چې په دغه بحراني وخت کې له خپلو خپلوانو څخه دې فاصله واخلي او د کرونا ویروس پر وړاندې دې ټول احتیاطي تدابېر په پام کې ونیسې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com