خبریال وېبپاڼه – طالبانو په افغانستان کې د امریکا هغه لویه افغاني پروژه تر خپل کنټرول لاندي را وستې ده چې په (۱۳۳۵) لمریز کال بشپړه شوې وه،
وسله والو طالبانو د کندهار په شمال کې د شا ولي کوټ ولسوالي د دالې بند له افغان امنیتي ځواکونو نیولی دی.
د کندهار امنیتي چارواکو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د دالې له بنده افغان امنیتي سرتېري پر شا شوي او اوس د بند ټولي برخې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
د کندهار د دالې بند چې (۶۵) کاله پخوا د امریکا په مالي لګښت جوړشوی شاوخوا د (۴۰) کیلومتره په واټن د شمال لوري ته د کندهار په شاولي کوټ ولسوالي کې موقیت لري چې له یوې خوا د کندهاریانو د مېلو ځای او له بله لوري د زرغون ارغنداب د خړوبوولو یوازینۍ وسیله ده.
تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې وسله وال طالبان به له دې مهم بند سره څه وکړي؛ خو تر دې وړاندي وسله وال طالبان د سړکونو او پلونو په الوزولو تورن دي.
کندهار چې یو کرهڼیز ولایت دی د غریب ولس د عایداتو لویه سرچینه یې کرهڼه ده او د کرهڼې لویه برخه اوبه د ارغنداب رود د هم دغه دالې بند څخه مدریت کېږي چې کندهار یې زرغون کړی دی.
تر اوسه لا افغان حکومت د طالبانو پر دې مهمه لاسته راوړنه پټه خوله دی.
د امریکا متحده ایالاتو هم تر اوسه ددغه مهم پر مختګ په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د کندهار ډېری اوسېدونکي پر افغان حکومت نیوکه کوي چې ددې بند دساتلو لپاره یې په هغه اندازه امنیتي تدابیر نه وو نیولي په کومه اندازه چې په کار وو.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې تر بل هر وخت ناخوالې زیاتي شوې دي؛ ډېری ولسي وګړي له یوه ځایه بل ته په کډه کولو مجبور شوي او همداراز پر حکومت د امنیت د ساتلو فشار هم زیات شوی دی؛ خو هم مهاله اوس د بل هروخت په پرتله زیات ولسي خلک د افغان امنیتي ساتونکو پښت او ښکاره ملاتړ کوي.