د انډري رسل زوکړه او شانداره توپ وهنه

خبریال ویب پاڼه:  انډري رسل  د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړي ده چې څو ورځې وړاندې یې د ژوند ۳۳ کال پیل کړ.

رسل په خپلې توپ وهنې کې د یو خاص انداز څېښتن ده چې د مینوالو زړونه یې په خپلو غټو شپږیزو وهلو لاسته راوړي دي.

د ویست انډيز دا لوبغاړی د هند په سوداګریزو لوبو کې لوبېږي چې سږکال یې بیا د خپل لوبډلې لپاره لوی شهکار وکړ او  د خپلې زوکړې په ورځ یې داسې ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې لیدونکي یې له لوبې ډېر خوند خوند واخیست او له دې سره د نوموړي منډې په  شل اوریزو لوبو کې ۶۰۰۰ منډې هم پوره شوې.

انډري رسل ته یې مینه والو او د کرکټ پوهانو لخوا د هارډ هېټېنګ لوبغاړي نوم ورکړل شوی ده چې د خطرناکو او ډېرو سختو توپونو وهونکی لوبغاړی یې بولي.

د ای پي اېل یا هم د هند سوداګریزو لوبو کې انډري رسل یو له خورا ډېر نامتو لوبغاړو څخه دی او په ۲۰۱۹ کال کې د کلکتې لپاره یې په ډېرو لږو توپونو ډېرې زیاتې منډې ترسره کړې چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ناشونې لوبې وګټلې.

نوموړي نن د ډیلي کاپیټلز پر وړاندې د ۴ شپږیزو او ۲ شپږیزو په مټ په ۲۷ توپونو ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او ۶۰۰۰ منډې يې هم پوره کړې.

رسل په ۳۵۵ شل اوریزو لوبو کې ۶۰۳۶ منډې ترسره کړي، چې تر ټولو ډېرې منډې یې  ۱۲۱ ناسوځېدلې په یوه لوبه کې دي.

انډري ۲ سلیزې او ۲۳ پنځوسیزې وهلي دي او د دې ترڅنګ په خپلې شاندارې توپ اچونکې کې یې  ۳۱۵ ویکټې هم اخیستي دي.

د کرېک اېنفو وېب پاڼه په خپلې نوې څېړنې کې چې کړې ده دا په ډاکه کړې چې د ای پی اېل لوبو په مخینه کې د هغو ۳۰ لوبغاړو ترمنځ چې ښه او چټکه لوبې یې ترسره کړې دي انډري رسل په دې ټولو لوبغړو کې لومړی ځای خپل کړی ده.

د یادونې وړ ده چې د ویسټ انډیز لوبډلې هر لوبغاړی په ای پی اېل سوداګریزو لوبو کې د خپل طوفاني بېټنګ او بالینګ خاص شهرت لري چې خپله هندي کرکت لوبغاړي یې هم د لوبو لیدلو مینه وال دي.

لیکنه: مریم صدیقي

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com