خبریال وېبپاڼه – د هندوستان غوره لیګ سیالۍ چې تیره میاشت پیل شوې وې څو ورځې وړاندې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله یادې سیالۍ په نیمایې کې بیرته وځنډیدې.
هندوستان سوداګرېز کریکټ لیګ وروسته له هغې وځنډول شو چې په هندوستان کې او په ځانګړې ډول د ای پي ایل په اړونده لوبډلو کې لوبغاړي په کرونا ویروس اخته وموندل شو.
خو په ورته مهال د هند یو لوړ پوړي چارواکې روېټرز ته په خبرو کې وویل، چې بي سي سي ای د ۲۷۰ میلیونه ډالرو زیان سره مخ دی، آی پي ایل د تیرې سه شنبې په ورځ تر نا معلومې نیټې پورې وتړل شو.
په هند کې د کریکټ بورډ د کنټرول بورډ خزانه دار ارون سینګ دھومل رویټرز ته خبرو کې داسې وویل: ((د ای پي ایل د ځنډېدو د بحران له امله بي سي سي ای له نږدې ۲۷۰ میلیونو ډالرو زیان سره مخ دی.)) نوموړي همدغه راز زیاته کړه، چې په اوس وخت کې د حکومت لومړیتوب او ټېنګار په دې دی چې بهرني لوبغاړي څنګه خپل هېواد ته بیرته روغ رمټ ولېږي.
د یادونې وړ ده چې په هندوستان تجارتې کریکټ لیګ کې اته لوبډلې شاملې دي چې له هر یوې لوبډلې سره خورا پیاوړي او تکړه لوبغاړي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه اخیستل شوې دي او په دې لیګ کې جلب شوې دي.
یاده دې وې چې د دغو سیالیو ژوندۍ بڼه یا د دغو سیالیو لایف خپرولو حقوق سټار سپورټس ټلویزونې شبکې ترلاسه کړې وه چې د شاو خوا میلیونونو ډالرو په ارزښت یې له بي سي سي ای سره قرارداد کړی وه.
سږ کال په هندوستان سوداګرېز کریکټ لیګ کې له ۶۰ سیالیو څخه یوازې ۲۹ سیالۍ ترسره شوې او پاتې نورې سیالۍ تر نا معلومې نیټې پورې وځنډول شوې.
له بلې خوا، هندوستان کریکټ بورډ تمه لري چې دا سیالۍ به په راتلونکي سېپټمبر میاشت کې په لار واچوي. خو دا به د هند کریکټ بورډ لپاره سخته ننګونه وي ځکه چې لا هم په هندوستان کې د کرونا ویروس څپې په چټکۍ سره دوام لري.
خو تمه ده چې د ای پي ایل پاتې لوبې به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي ، که چیرې په هندوستان کې حالت کنټرول نه شي.