د پارلمان د څلورو وکیلانو د نوي ‌فساد هڅه بربنډه شوه

خبریال وېبپاڼهد لوګر ولایت وکیله هما احمدي؛ د کندز وکیله نیلوفر کوفي؛ د سرپل وکیل سلطان زاده او د تخار وکیل ښاغلی خاکسار په دې تورن شويدي چې له واک په ناوړه ګټه اخیستلو هڅه کويچې د ځینو وزیرانو پروژې ترلاسه او خپل خپلوان په لویو څوکیو په وګماري.

د پارلمان یوه وکیل چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي‌خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د لوګر د خلکو استازې هما رحماني هڅه کوي‌ چې په فساد ککړ ورور احمدي‌ بیا به دنده وګوماري.

د هما احمدي ورور چې په ټولګټو وزارت کې د ریشوت پر مهال وېډیو ترې جوړه شوې وه؛ په خبریال وېبپاڼه کې د وېډیو تر نشرېدو وروسته د وزارت د چارواکو له لوري‌ ونیول شو او څارنوالي‌ته معریفي شو. ‌

د پارلمان سرچینې وايي چې ښايي‌ د پارلمان ریس میر رحمان رحماني ژر ترژره د یادو وکیلانو په تړاو د درنو جرمونو ادارې ته شکایت وکړي.‌

زموږ سرچینې وايي‌ چې یاد څلور وکیلان لمړی د ځینو وزیرانو خلاف د استیضاح په موخه لاسلیکونه را غونډوي؛ او بیا د هم هغه لاس لیکونو پر بنسټ له وزیرانو پروژې؛ پیسې او پر لوړو څوکیو د خپلو کورنیو د غړو مقررېدل غواړي.

دافغانستان په پارلمان کې پر ډېری وکیلانو ورته تورونه پوريشوي دي؛ خو د لوګر ولایت وکیله هما احمدي؛ د کندز وکیله نیلوفر کوفي؛ دسرپل وکیل سلطان زاده او د تخار وکیل ښاغلی خاکسار په تړاو اوسنۍ وضوع تر نورو ځکه جدي‌بلل شوې چې د سرچینې په وینا پر دا موضوع بانديپخبله میررحمان رحمانيغبرګون ښودلی دی.‌

تر دم ګړیه ددغې موضوع په تړاو  ولسي جرګې او پخپله تورنو وکیلانو رسمآ څه نه دي‌ ویلي؛ خو خبریال وېبپاڼې ته داسي‌ اسناد په لاس ورغلي‌چې یادو (۴) وکیلانو د ځینو وزیرانو د استیضاح لپاره کمپاین کاوه او لاس لیکونه یې را غونډول.موږ ونه توانېدو چې ددې وکیل صاحبانو غبرګون تر لاسه کړو؛ خو د ولسيجرګې د مشر میرحمان رحماني ته نېژدې سرچینو خبریال وېبپاڼې ته تاید کړه چې بره یادو شویو (۴) ‌وکیل صاحبانو د یوه یا ځینو وزیرانو خلاف د لاس لیکونو د راغونډولو هڅه کړې ده.

سرچینه وايي چې که دا ثابته شي‌ چې یادو وکیلانو له وزیر صاحبانو د مقرریو یا د پیسو او پروژو غوښنه کړې وي؛ دا به د جرایم سنګین دوسیه شي او دا وکیلان به د فساد په تور عدلي‌ارګانونو ته معریفي شي.

د یادولو وړده چې تېره ورځ د ترانسبورت وزیر قدرت الله ذکي؛ د اقتصاد وزیره ډاکتر فاطمه او سوداګرۍ وزير نثار احمد غورياني د استیضاح په موخه ولسي جرګې ته وربلل شوي وو ځو یو یې استیضاح؛ بل یې بریالی او دریم یې بیا وروغوښتل شو.‌
هم مهاله تېره ورځ د پارلمان ریس ښاغلي‌ میر رحمان رحماني د ټولګټو وزارت وزیر نجیب الله یمن ته د ښه کارکردګي ستاینلیک ورکړ او هغه یې د هیواد یو بریالی وزیر ونوماوه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com