په ګرمي موسم کې څه شی د بدن لپاره فایده مند دي؟

خبریال ویبپاڼه – د معدې تیزابیت ختم کولو سره په ګرمي موسم کې کوم خواړه کارول زیات فایده مند دي؟

روغتیا یو داس  نعمت دی چې د انسان په فعاله ساتلو کې مرسته کوي. یو انسان څومره صحتمند دی دا د هغه د خوارکي رژیم څخه مالومولی شو. د دې خوړو کارول که په ګرمي موسم کې وشي نو د بدن د تازه ساتلو سره سره به ګرمي په ساړه طریقې سره برداشت کړو.

طبعي د څښلو څیزونه د انسان لپاره دغسې هم فایده مند دي په ګرم موسم کې د دې کارول بدن له ګرمي ساتي. همدا وجه دی چې ماهرین د طبعي څښلو څیزونه حکم کوي او د سافټ ډرنکس او د تیل والې د خوړو څخه د پرهیز مشوره ورکوي.

موږ به تاسو ته وښایو چې کوم کوم خوراکي مواد په ګرمي کې ډېر وخوړل شي او د دې فایده څه ده.

1- زیاتې اوبه څښل

موږ اکثره د اوبو،  شیدو او مستو پر ځای په ګرمي کې د سافټ ډرنکس ته ترجیح ورکوو چې له دې څخه د انسان جسم د ننه خرابوي. خو اوبه انسان له جل وهلو ساتي او د انسان د بدن اوبه پوره کوي.

2- سړې شیدې

سړې شیدې په ګرمي موسم کې سکون سره د خوب کولو کې مرسته کوي. او معدې ګرمي هم کموي.

3- مستې

د مستو په کارولو سره هغه جراثیم پیدا کېږي چې د معدې لپاره فایده مند دي. په دې سره ماهرین د معدې د ګرمي لپاره د مستو خوړلو مشوره ورکوي. په ګرمي کې په بدن د دانو او د هضمیې او د بدن د نورو اعضاو لپاره هم مستې فایده مند دي.

4- د مڼو سرکه

د مڼو سرکه له سینې څخه تیزابیت ختموي. په یو ګلاس اوبو کې دوه چمچۍ د مڼو سرکه او یوه چمچۍ شهد واچوئ دا محلول به ستاسو بدن ته راحت ورکړي او په ګرمي موسم کې به تیزابیت ختم کړي.

5- د پودینې کارول

پودینه یو بهترینه طبعي غذا ده. په شربت کې د پودینې کارول نه صرف د ګرمي په کمېدو کې مرسته کوي بلکې انسان به خپل ځان تازه او تندروست محسوس کړي.

دا یو څو د څښاک څیزونه دي چې انسان په عام طور ورته لاس رسی هم لري او په اساني سره هم پیدا کېږي. چې په جسماني تر و تازګي کې کلیدي رول ادا کوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com