په محفل کې د چا د بدن څخه بد بوی داره هوا خارجه شي نو ټول لاس په پوزه ښودلو مجبور کېږي.
خو تاسو به د دې انجلۍ په کارنامه حیران شئ چې په یو تیز اچولو یې پوره ودانۍ خالي کړې وه. د ډیلي سټار په وینا د انجلۍ نوم میکسم دی چې په ټیک ټاک ایپ @maximevdd اکاونټ کې ویلي چې څه وخت مخکې سهار لوخته جیم ته د ورزش لپاره ولاړم، له بدن څخه مې دومره بد بوی لرونکی تیز ووتلو چې د جیم انتظامیې ټوله ودانۍ خالي کړ.
میکسم ویلي چې تیز دومره بد بوی و چې د جیم انتظامیې فکر وکړ چې سیوریچ سیستم کې خرابي راغلې او بد بوی یې په ودانۍ کې خپور شوی. همدا وجه وه چې هغوی ټوله ودانۍ خالي کړه او پلمبر یې رابللی و مګر زه پوهیدلم چې اصل مسله څه ده. میکسم وویل: چې په هغه وخت کې مې ډېر شراب څښل او په نیمه شپه کې به مې کبابونه او پیزا او داسې خوراکي څیزونو مې عادت و. زما په خیال د دې وجې نه مې تیز دومره بد بوی لرونکی و. چې زه خپله هم حیرانه وم، له دې مخکې او وروسته داسې هیڅ نه و پېښ شوي.
لکه څنګه چې پښتانه په تیز اچولو ډېر د شرم احساس کوي او هیڅکله نه غواړې د چا په مخکې تیز واچوي. که څه هم دا په نوره نړۍ یوه عامه خبره ده خو بیا هم د تیز د بد بوی له عمله هر څوک په تنګېږي او بد احساس کوي. خو د یادونې وړ دی د پښتنو انجونې هیڅکله د چا په مخکې د تیز اچولو سوچ هم نشې کولای که په غلطۍ ورنه تیز ووت نو ټول عمر هغه په بدو نومونو یادول کېږي.
د دې ارټیکل موخه مو ستاسو د طنز لپاره خپور کړی دی تاسو راته ولیکئ چې ستاسو د تیز اچولو څخه څوک په تنګ شوي یا مو کله په تیز اچولو د شرم احساس کړی؟