خبریال ویبپاڼه – ټاکل شوى ده، چى د افغانستان او استراليا ترمنځ تيرکال ځنډول شوى ټيسټ لوبه د روان کال نومبر مياشت په 27م نيټه هوبرټ ښار کى ترسره شى.
د استراليا ټيسټ لوبډلى کپتان ټئم پينى ويلى ده، چى دوى به د افغانستان په خلاف يوه قوى او پياوړى لوبډله اعلان کړى.
هغه وايۍ، زمونږ هداف دا دى، چى د افغانستان خلاف يوازنۍ ټيسټ لوبى ته يوه قوى او غوره لوبډله انتخابوه، د نوموړي په وينا مونږ د افغانستان لوبى ورسته اشيزى لوبى لرو، چى مونږ بايد هغو لوبه ته ښه چمتوالى ونيسو.
ټئم پينى په وينا، چى د افغانستان سره لوبه د راتلونكو لوبو لپاره ښه چمتوالى ده، افغانستان ورسته استراليا له انګلستان سره اشيزى لوبى لرى، چى ديسمبر په اتمه شروع کيږى.
افغانستان چى تازه ټيسټ کرکټ ته راغلى ده، تراوسه يي شپږ ټيسټ لوبى ترسره کړى دى، چي پکى درې يي بيللى او درې يي ګټلى دى.
افغانستان له بنګله ديش ايرلنډ او زمبابوې څخه يو يو ټيسټ لوبه ګټلى ده، له هندوستان، ويسټ انډيز، او زمبابوې څخه يي يو يو ماته خوړلى ده.
افغانستان به له استراليا سره د خپل ټيسټ کرکټ تاريخ کى اووم لوبه ترسره کړى، چى دغه لوبه د افغانستان په کرکټ تاريخ كي دوهمى قوى لوبډلى سره ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د سي شنبى په ورځ د افغانستان ملى لوبډلى لوبغاړو او کرکټ بورډ کارکونکو ته د کرونا ضد واکسين وکړو، چى په ګلبدين نايب تب راوستى ده.
ګلبدين نايب په خپل رسمى ټويټر اکونټ خپل د واکسين وخت انځور خپور کړى ده، او ليکلى دى، چى اوس مهال سخت شديد تب ده، چى د تبى ايموجى هم ورسره لګولى ده.
ګلبدين نايب په 2019 کال کى د افغانستان د يوورځنيو لوبه لوبډله مشر ټاکل شوى وه، چى په 2019م نړيوال جام کى هيڅه لوبه ونه ګټل او ورسته يي په ځاى راشد خان لوبډله مشر وټاکل شو، او راشد خان ورسته بيرته اضغر افغان ټولو فارمټونو لوبډله مشر وټاکل شو.