خبریال ویبپاڼه – د سری لنکا کریکټ بورډ د لوبغاړو سینټرل کانټریټ کې د ځواب ویلو ردوبدل کړنلارې په بنسټ د ټیم او لوبغاړو لپاره د انعام رقم پالیسي معرفي کړه.
د نوې تګلارې لاندې سینټرل کانټریکټ کې شامل شوي د لوبغاړو شمیره 32 څخه ټیټه کړې اوس 24 ده. البته د نوي سکیم لاندې لوبغاړو ته موقع ورکړل شوې چې هغه د انفرادي فعالیت یا د ټیم مجموعي کارکردگی په اساس به زیاتې پیسې ګټلای شي.
د کریکټ معروف ویب پاڼې ‘کرک انفو’ په وینا د کرکټ بورډ نوې پالیسۍ په اړه تراوسه هیڅ یوه لوبغاړي دسخط نه دی کړی او په دې کې ځینې لوبغاړي د معاوضې ډیرولو لپاره د کریکټ بورډ سره په خبرو بوخت دي.
دا نوې تګلارې د سری لنکا ډایریکټر کرکټ ټام موډي او تیکنيکي مشر د اروندا ډی سلوا کرتب کړې ده.
د ټام موډي خبره ده چې “موږ د نړۍ بیلابیل کرکټ بورډونه د طریقې کار په اړه څېړنه کړې ده چې دوی څنګه په کومو تړونونو او کومه کړنلاره باندې لوبغاړو ته معاوضه ورکوي. لهذا موږ د سرلنکا کرکټ بورډ لپاره یو اثرناکه، منصفانه او شفافه تګلاره تجویز کړې ده.
د نوې مجوزې کانټریکیټس لاندې سینئر لوبغاړي انجلو میتیوز ته 80 زره ډالر د کانټریټ پیشنهاد وړاندې کیدونکی دی چې د دوی د کلني اساسي تنخواه څخه 50 زره ډالر کم دي.
د ورته ډول د ټیسټ لوبو کپتان دمت کرونارنتې ته د 70 زره ډالر د کانټریکټ آفر دی چې د تېر کال په پرتله 30 زره ډالر کم دی.
البته د نوې تګلارې لاندې د نړۍ په کچه د ټیمونو سره د مقابلې او د دوی د ګټو په اړه ناسته اعلان کړه.
د نړۍ د لومړی نمبر ټيسټ ټیم سره مقابله کول 150 زره ډالر، د ټیسټ په رینکینګ کې دوهم نمبر چې شتون لري چې د بریا لاسته راوړل د 125 زره ډالرو په اندازه به ورکول کېږي، په دریم نمبر کې موجود ټیم سره په مقابله به یو لک ډالر وي. په ورته ډول رینکینګ کې د څلورم نمبر ټیم سره په مقابله کې به 80 زره ډالر ورکول کېږي.
د سری لنکا کریکټ بورډ د لوبغاړو لپاره د ټیسټ لوبې عاید 7500 ډالر کړه او د یو ورځنۍ لوبې عاید یې پنځه زره ډالر تعین کړه.