خبریال ویبپاڼه – د معدې تیزابیت ختم کولو سره په ګرمي موسم کې کوم خواړه کارول زیات فایده مند دي؟
روغتیا یو داس نعمت دی چې د انسان په فعاله ساتلو کې مرسته کوي. یو انسان څومره صحتمند دی دا د هغه د خوارکي رژیم څخه مالومولی شو. د دې خوړو کارول که په ګرمي موسم کې وشي نو د بدن د تازه ساتلو سره سره به ګرمي په ساړه طریقې سره برداشت کړو.
طبعي د څښلو څیزونه د انسان لپاره دغسې هم فایده مند دي په ګرم موسم کې د دې کارول بدن له ګرمي ساتي. همدا وجه دی چې ماهرین د طبعي څښلو څیزونه حکم کوي او د سافټ ډرنکس او د تیل والې د خوړو څخه د پرهیز مشوره ورکوي.
موږ به تاسو ته وښایو چې کوم کوم خوراکي مواد په ګرمي کې ډېر وخوړل شي او د دې فایده څه ده.
1- زیاتې اوبه څښل
موږ اکثره د اوبو، شیدو او مستو پر ځای په ګرمي کې د سافټ ډرنکس ته ترجیح ورکوو چې له دې څخه د انسان جسم د ننه خرابوي. خو اوبه انسان له جل وهلو ساتي او د انسان د بدن اوبه پوره کوي.
2- سړې شیدې
سړې شیدې په ګرمي موسم کې سکون سره د خوب کولو کې مرسته کوي. او معدې ګرمي هم کموي.
3- مستې
د مستو په کارولو سره هغه جراثیم پیدا کېږي چې د معدې لپاره فایده مند دي. په دې سره ماهرین د معدې د ګرمي لپاره د مستو خوړلو مشوره ورکوي. په ګرمي کې په بدن د دانو او د هضمیې او د بدن د نورو اعضاو لپاره هم مستې فایده مند دي.
4- د مڼو سرکه
د مڼو سرکه له سینې څخه تیزابیت ختموي. په یو ګلاس اوبو کې دوه چمچۍ د مڼو سرکه او یوه چمچۍ شهد واچوئ دا محلول به ستاسو بدن ته راحت ورکړي او په ګرمي موسم کې به تیزابیت ختم کړي.
5- د پودینې کارول
پودینه یو بهترینه طبعي غذا ده. په شربت کې د پودینې کارول نه صرف د ګرمي په کمېدو کې مرسته کوي بلکې انسان به خپل ځان تازه او تندروست محسوس کړي.
دا یو څو د څښاک څیزونه دي چې انسان په عام طور ورته لاس رسی هم لري او په اساني سره هم پیدا کېږي. چې په جسماني تر و تازګي کې کلیدي رول ادا کوي.