خبریال وېبپاڼه – د هلمند په جګړه کې د طالبانو سره پنجابي ږېره ور لیدل شوي چې په انتهايي مهارت سره جګړه کوي.
دا ږېره ور چې طالبان یې د سرې قطعې غړي بولي له چا سره خبرې نه کوي خو په خپل منځ کې په اردو او پنجابي ژبه غږیږي. ددې کسانو د شتون په تړاو د وسله والو طالبانو له منځه خبریال وېبپاڼې ته وویل شول چې ځیني یې پنجابي طالبان او ځیني یې نا معلوم کسان دي.
په هلمند کې د ملي امنیت یوې لوړرتبه سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې له دوی سره داسي کره شواهد شته چې پنجابیان له طالبانو سره اوږه پر اوږه ولاړ دي.
د هلمند وګړي وايي چې د پنجابیانو په شتون د افغان حکومت د هر منصبدار سره سره د ولس هر کس خبر دی؛ خو بیا هم افغان حکومت په افغانستان کې د پنجابیانو پر جګړه پټه خوله پاتې دی.
په دې وروستیو کې پنجابي پوځ بیا بیا د خپلو عسکرو د هلاکت خبرونه ورکړي دي؛ خو دا پیښې یې په وزیرستان او پر ډیورنډ کرښه بللې دي؛ البته ځايي خبریالان وايي چې هلاک شوي پنجابي پوځیان افغان امنیتي سرتېرو له منځه وړي دي.
تر اوسه لا دا راز نه دی معلوم چې ولي افغان حکومت د پنجابیانو په تړاو څه نه وايي؛ خو په زابل؛ کندهار؛ غزني؛ هلمند او فراه کې پنجابیان د طالبانو په لیکو کې لیدل شوي دي.
د پنجابیانو پر شتون د افغان حکومت پټه خوله پاتې کېدل پر حکومت باندي د ولس باور نور هم کموي او خلک وايي چې غني ښايي په پټو سفرونو کې د پاکستان نه داسي څه تر لاسه کړي وي چې اوس یې په خلاف د هیڅ ویلو توان نه لري.
د افغانستان وګړي اوس د بل هر وخت برخلاف د خپلو امنیتي ساتونکو سره ولاړ دي او ننګ او ملاتړ یې کوي.
د هبمند یوه اوسېدونکي نصرالله خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د روژه ماتي پر مهال د خپل کور پاځه خواړه افغان امنیتي ځواکونوته وروړي او دا سلسله د هیواد په بیلا بیلو برخو کې روانه ده.
دافغانستان ډېری خلک پوهه شوي دي چې د پنجابیانو شتون د طالبانو په لیکو کې مخامخه د پاکستان د یرغل په معنا دی او دیرغلګرو خلاف باید د خپلو امنیتي ساتونکو ملاتړ وشي.