خبریال ویب پانه – د خپلې مینې لپاره مسلمان شوي د بالیووډ اداکاران
کرینه کپور خان
کرینه کپور له سیف علي خان سره په واده کولو د خپل نوم سره خان هم نومولی دی اوس کرینه کپور خان ده.
ګوري خان
ګوري چبګر په هندو کورنۍ کې لویه شوې ده. له شاه رخ خان سره په واده کولو ګوري د خپل خاوند خانداني نوم په ځان ایښی دی او اوس یې خلک ګوري خان بولي.
دهرمیندر
پخوانی مشهور اداکار دهرمیندر په هیما مالني مین شوی و او له هغې سره د واده کولو فیصله یې وکړه، دهرمیندر تر دې دمخه له فرکاش ګوور سره واده کړی و، کله چې د هغه مخکنۍ میرمن فرکاش ګوور له هغه څخه د طلاق کولو منع کړ نو دهرمیندر مذهب بدل کړ او اسلام یې قبول کړ. او خپل نوم یې پرځان دلاور خان کرشن کېښود.
دیویه بهارتي
دیویه بهارتي چې 19 کلنه وه نو هغې له ساجد نادیاروالا سره واده کړی و، هغې د ساجد سره د واده لپاره اسلام قبول کړی و.
هیما مالني
د بالیووډ ډریم ګرل هیما مالني هم د دهرمیندر سره د واده کولو لپاره اسلام قبول کړی و، او پر ځان یې عایشه بې ار چکرورتي نوم ایښی و.
شرمیلا ټیګور
د شرمیلا ټیګور واده له کرکټر منظور علي خان سره شوی و، چې هغې هم اسلام قبول کړی و او پر ځان یې بیګم عایشه سلطانه خان نوم ایښی و.
امریتا سینګ
دا خبره رښتیا ده چې امریتا د سیف علي خان سره د واده کولو لپاره اسلام قبول کړی و، امریتا د سیکانو په کورنۍ زېږېدلې وه، مګر دې 13 کاله وروسته د سیف علي څخه طلاق اخستی و.
ای ار رحمان
د آسکر انعام ګټونکی ای ار رحمان په هندو کورنۍ کې زېږېدلی و، د هغه لومړنی نوم دلیپ کمار و، مګر کله چې د هغه مینه له الله ج سره شوه نو هغه اسلام قبول کړ. د اسلام قبولولو وروسته هغه نوم په خپله په ځان ایښی و.
عایشه ټاکیه
عایشه ټاکیه چې اوس په بالیووډ کې نه لیدل کېږي هغې له فرحان عظمي سره د واده کولو لپاره اسلام قبول کړی و.
مهیش بټ
مهیش بټ چې کله له سُني راسدان سره د واده کولو فیصله وکړه نو د هغه لومړۍ میرمن د هغه څخه طلاق اخستلو ته تیاره نه وه، نو مهیش بټ د سُني راسدان سره د واده کولو لپاره اسلام قبول کړی و.