د لومړي ځل لپاره، د هندوستان مخکښ کامیډي شو ‘دی کپیل شرما شو’ کوربه ، کپل شرما د خلکو په ډېر اسرار د خپل زوی ‘ټریشان’ عکس شریک کړ.
هندي کامیډین د پلار د ورځې په مناسبت وړمه ورځ د خپلې لور انیرا او زوی ټریشان سره په زړه پورې عکس شریک کړی دی.
View this post on Instagram
دا هم ولولئ
عکس په هندي ژبه یو سرلیک درلود ، چې له مخې یې د دوو ماشومانو عکسونه د خلکو په ډېر اسرار په ګډه شریک کړل شوي دي.
کپل شرما په 2018 کال کې د هندي اداکارې ګیني چاتارت سره واده کړی و ، چې وروسته انیرا د دوی په کور کې زیږیدلی و. ټریشان د روان کال په فبرورۍ کې د کپل شرما په کورنۍ کې زیږیدلی و.
سنیتا ، د بالیوډ سوپر ستار ګویند ارون احوجا عرف ګووندا مېرمن ده ، د مېړه په شان زوی لپاره خپله هیله څرګنده کړې ده.
د هندي میډیا راپورونو په وینا ، ګووندا د خپلې میرمن سنیتا اهوجا او لور ټینا سره په داسې یو پروګرام کې برخه اخیستې چې پکې د دوی د ژوند یادګار شیان شریک کړل.
د برنامې په جریان کې ، سنیتا احوجه خپله هیله څرګنده کړه چې په تیرو 36 کلونو کې ما هغه د غوره ورور ، غوره میړه او غوره زوی په توګه لیدلی دی.
هغه وویل: “د دوی د مور او پلار ساتنې په لاره کې ، کاش چې ما د دوی په څیر زوی درلودلی وي.”
ګووندا په 1987 کې له سنیتا سره واده شوې او یوه لور یې ټینا او یو زوی یش وردان دي.