د بیل ګیټس او جیف بیزوس پخوانۍ میرمنو څه کار کړی چې نړۍ یې حیرانه کړې؟

د بیل ګیټس او جیف بیزوس پخوانۍ میرمنو په ګډه داسې کار وکړ چې د نړیوالو خوله خلاصه پاته شوه.

د نړۍ ترټولو بډایه سړو پخوانۍ میرمنې بیل ګیټس او جیف بیزوس خپل پخواني میړه په سخاوت کې شاته پرېیښي دي. د ډیلي سټار په وینا د جیف بیزوس پخوانۍ میرمن میکینزي سکاټ  د طلاق تادیاتو کې ملیاردونه ډالر عطیه کړي دی چې له هغې څخه یې تیر کال هم ډېره بسپنه ورکړې وه او اوس میکینزي او میلانډا ګیټس په ګډه د ښځو حقونو لپاره 40 ملیونه ډالر  هغه خیریه موسسو ته د مرستې اعلان وکړ چې د جنډر مساوات لپاره کار کوي. دا اعلان د میلانډا او مکنزي لخوا په ګډه اعلامیه کې شوی.

د راپور له مخې ، مکنزي سکاټ دا مهال 64 میلیارده ډالره شتمني لري او د نړۍ یو له بډایه میرمنو څخه ده. د میلانډا او بیل ګیټس طلاق لاهم پاتې دی ، مګر داسې فکر کیږي چې میلانډا به د بیل ګیټس نیمایي شتمني ترلاسه کړي ، له هغې وروسته به هغه د نړۍ ترټولو بډایه میرمن شي. د هغې پخواني میړه د هغې په پرتله څو چنده ډیر شتمني لري مګر دواړه میرمنې د خپلو پخوانیو میړونو په پرتله څو چنده ډیر خیرات کوي. مکینزي سکاټ د تیر کال په جون کې د 2.7 ملیارد ډالرو او په دسمبر کې 4.2 ملیارد ډالرو په سلګونو خیریه ادارو ته د پام وړ مرستې اعلان وکړ. د هغې پخواني میړه په کلونو کې دومره بسپنه نده کړې ، که څه هم جیف بیزوس دا مهال 192.4 ملیارد بودیجه لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com