جالبه بنګله دیش په ستر توپیر اسټرالیا ته ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو سریز پیل شوي.

د یادي لوبلړي لومړۍ لوبه نن ترسره شوه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د لومړۍ شل اوریزي لوبي ټاس یا بچه د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ وهني بلنه يي غوره کړه.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کي يي د اووه لوبغاړو په زیان يي ١٢١ منډې ترلاسه کړي او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي ته یي د ١٢٢ منډو هدف ورکړه.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهني کي میچل مارش او موسیس غوره توپ وهنه ترسره کړه، میچل مارش په ٤٢ توپونو باندي يي ٤٥ منډې ترلاسه کړي او میوسیس بیا په ٢٥ توپونو باندي يي ٣٠ منډې يي ترلاسه کړي.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي مستفیض الرحمن دري ویکټې او شریفول اسلام دوه ویکټې ترلاسه کړي.

بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله وتوانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي، د پنځو لوبغاړو په زیان يي په ١٨.٤ اورونو کي يي ١٢٣ منډې ترلاسه کړي او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلي ته يي په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

، د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي افیف حسین او شکیب الحسن غوره توپ وهنه ترسره کړه، افیف حسین په ٣١ توپونو باندي يي ٣٧ ناسوځیدلي منډې او شکیب الحسن په ١٧ توپونو باندي يي ٢٣ منډې ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي بنګله دیشي لوبغاړي افیف حسین وټاکل شو نوموړي په ٣١ توپونو باندي يي ٣٧ منډې ترلاسه کړي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com