د پاکستان په لاهور کې څنګه یوه انجلۍ 400 کسانو وشرموله

د څورلسم اګست په ورځ چې په دې ورځ هر کال د پاکستان د خپلواکي ورځ لمانځل کېږي په مینارپاکستان اقبال پارک کې یوه انجلۍ 400 کسانو وشرموله.

د عایشه اکرم په نوم یوه انجلۍ چې د ټیک ټاک ستورې وه او د پاکستان د خپلواکي په ورځ په څورلسم اګست اقبال پارک مینار پاکستان ته د خپلواکي د ورځې لمانځلو لپاره راغلې وه څلور سوه کسانو شرمولې ده. چې دوه ورځې وروسته ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو وایرل شوې وې او بیا وروسته عایشه اکرم پولیسو ته د څلور سوه کسانو په خلاف قضیه درج کړې ده.

عایشه اکرم د لاهور اوسیدونکې او ټیک ټاکره ده چې همېشه د پاکستان له ډېری ټیک ټاک ستورو سره لیدل کېږي او تر پېښې دوه ورځې مخکې پر ټیک ټاک ویډیو جوړه کړې او په ویډیو کې مینوالو ته ویلي دي چې په څورلس اګست مینارپاکستان ته راځي او له خپلو مینوالو سره به له نږدې وګوري.

خو د یادونې وړ ده چې کله عایشه اکرم پارک ته د ننه شوې نو په فلمي انداز یې خلکو سره د فلاینګ کیس ورکولو سره خپل ځان ته راجع کړي دي چې وروسته د خلکو لخوا شرمول شوې ده.

په څورلس اګست په مینار پاکستان اقبال پارک کې ورته پیښې نورې هم په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې وایرل شوې دي چې د خلکو لخوا ډېری نجونې ځورول شوې دي. ورته پیښه په رکشه کې دوه نجونې او یوه وړه انجلۍ پر لاره روانې وې چې په موترسیکلانو سپاره کسانو شرمولې دي نو پاکستان کې په دا تېر نږدې وخت په ډراماتیک ډول ورته پیښې زیاتې شوې دي. چې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو غبرګنونه راپارولي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې پیښه کې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم نوټس اخستی او د عاملینو په راپیدا کیدو کې په چارواکو غږ کړی ترڅو ټول هغه کسان راپیدا کړي خو په رسنیو کې د دې برځای چې عاملین راپیدا کړي او د قانون منګلو ته وسپاري په دې انجلۍ تورونه لګول شوې دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com