خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د یورځینو لوبو لوبډلمشر حشمت شاهیدي د یوي وېبپاڼي سره په مرکه کې ویلي که نوموړي ته د هند غوره لیګ کې د لوبيدو زمینه برابره شي نو نوموړي به د ار سی بي لوبډلي لپاره ولوبیږي.
دا په داسي حال کي ده چي د بنګلور لوبډلې اعلان وکړ چې د مشر روزونکي سايمن کټيچ پر ځای د نوي روزونکي د ټاکلو تر څنګ يې له درې نورو بهرنيو لوبغاړو سره د آی پي ايل راتلونکو لوبو ته تړون کړی دی.
د استراليايي سپينر ادم زمپا پر ځای له سرېلانکايي هسرنګه، د کين ريچارډسن پر ځای له سرېلانکايي چيمارا او د فن الن پر ځای له ټيم ډيويډ سره تړون شوی دی او د سپټمبر په نولسمه پيليدونکي آی پي ايل لوبو کې به د بنګلور لوبډلې لپاره ولوبیږي.
دغه راز د شخصي کارونو له امله د لوبډلې مشر روزونکي سايمن کټيچ هم استعفا کړې او اوس به يې پر ځای مايک حيسن د لوبډلې ډايريکټر او مشر روزونکی وي.
په ورته وخت کې د آی اپي ايل نورې ګډونوالې لوبډلې هم د هغو لوبغاړو پر ځای له نوو لوبغاړو سره تړونونه کوي چې يا نه غواړي آی پي ايل کې ګډون وکړي او يا هم نه شي کولی يادو لوبو کې برخه واخلي.
د آی پي ايل څوارلسم پړاو پاتې لوبې د سپټمبر په ۱۹ نيټه متحده عربي اماراتو کې پيليږي چې اوس مهال ځينې لوبډلو ياد هيواد کې تمرينات پيل کړي او ځینې نورې به یې نږدې راتلونکي کې پيل کړي.