سنجي دت د متحده اماراتو گولډن ویزه ترلاسه کړه

خبریال ډات کام/ سنجي دت چې په بالیوډ کې د بابا په نوم مشهور دی ، د متحده عربي اماراتو حکومت له خوا په یوه مهمه جایزه ویاړ ترلاسه کړ. اداکار په ټولنیزو شبکو کې دغه خبر شریک کړ او د متحده اماراتو له حکومت څخه یې هم مننه وکړه.

سنجي دت د خپل گولډن ویزې سره عکسونه په ټویټر کې پوسټ کړي ترڅو خپلو مینه والو ته د ویزې ترلاسه کولو په اړه معلومات ورکړي.

اداکار سنجې دت په خپله پوسټ کې لیکلي ، “دا زما لپاره ویاړ ځای دی چې د متحده اماراتو له حکومت څخه د ګولډن ویزه ترلاسه کوم او په دې موقع زه د استوګنې او بهرنیو چارو د عمومي ریاست له عمومي رییس حماد عبیدالله او د دوبۍ حکومت او متحده اماراتو مننه کوم.

سنجې دت د متحده عربي اماراتو له حکومت څخه د زرین ویزې د ورکړې له امله مننه وکړه.

متحده عرب اماراتو پریکړه کړې وه چې د اوږدې مودې ویزې سکیم لاندې سوداګرو او پانګوالو لپاره د گولډن ویزې کارت جاري کړي ، د کومې لاندې چې دوی به د 10 کلونو استوګنې جواز ولري، مګر تیر کال یې ډاکټرانو او ساینس پوهانو ته ویزې هم اعلان کړې وې. او اوس د بالیووډ اداکار سنجی دت ته هم دغه ویزه ورکړل شوې ده

د متحده اماراتو ګولډن ویزه د 10 کلونو دایمي اوسیدونکي ویزه ده چې په 2019 کې معرفي شوه.

سنجي دت او کورنۍ یې هم په دوبۍ کې میشته دي او ممبۍ ته د سرطان د درملنې لپاره راغلي دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com