د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبې وځنډول شوې

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبې وځنډول شوېټاکل شوې وه چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا د “اف ټي پي” مهالوېش له مخې په جولای میاشت کې درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې شوې وی،خو اوس ډسمبر میاشت ته ځنډول شوي.

د سریلانکا کرکټ بورډ تازه د لوبو یو کلن مهال وېش اعلان کړی دوی په دغې اوږد مهاله مهالوېش کې له افغانستان سره د لوبو نېټه چې پخوا ورته د جولای میاشت ټاکل شوې وه ډسمبر ته یې تغیر کړې ده.

د سریلانکا کرکټ بورډ په دې اړه رسمآ څه نه دي ویلي، خو په خپل مهالوېش کې یې تغیر راوستی دی او له افغانستان سره یې شپږ واړه لوبې ځنډولي دي.

سریلانکا په جولای او اګست میاشت کې غواړي د هند سره لوبې وکړي او همدرا رانګه خپل تجارتي لیګ لنکا پریمئیر لیګ هم په اګست میاشت کې ترسره کړي.

د پخواني مهالوېش له مخې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ باید دغه لوبې د جولای په میاشت کې پیل شوې وې او د اګست په نیمایي کې پای ته رسیدلې وې.

خو د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې او سریلانکا کرکټ بورډ ترمنځ د پراخو اړیکو نه شتون له کبله دغه سیالۍ د ۲۰۲۱م کال ډسمبر میاشت او د ۲۰۲۲م کال لومړیو ورځو ته ځنډول شوي دي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دغو سیالیو کوربه توب چارې د سریلانکا هیواد په غاړه لري، خو د ځنډولو په اړه او د دغو لوبو د بیا ترسره کولو په تړاو یې لا رسمآ د افغانستان کرکټ بورډ سره بحث نه دی کړی.

د افغانستان کرکټ بورډ لا د سریلانکا هیواد سره د لوبو د ځنډولو په اړه رسمآ څه نه دي ویلي.

افغانستان د کرونا له کبله سږکال د اف ټي پي سیالۍ ډیرې له لاسه ورکړي دي او له ځنډ سره مخ شوي دي.

ټاکل شوې چې را روانه اګست میاشت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان خلاف هم درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

دا سیالۍ هم د ز اف ټي پي” مهالوېش له مخې ترسره کیږي داچې کرونا لا په زور کې ده د ترسره کیدو او نه ترسره کیدو په اړه به یې وروسته معلومات خپاره شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com